کور / تازه خبرونه / کندهار : د فټبال ټورنمينټ پاى ته ورسېدئ

کندهار : د فټبال ټورنمينټ پاى ته ورسېدئ

د کندهار ښار په غازي پارک کي د روژي د مبارکي مياشتي د راتګ په مناسبت د کندهار د ٣٨  لوبډلو تر منځ د کندهار ولايت د المپيک امريت او فټبال فدراسيون پو نوښت پيل سوى فټبال ټورنامينټ تير ماښام د علامه رشاد فټبال لوبډلي په اتلولۍ د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي  پاى ته ورسيدئ .


 


د کندهار ولايت د المپيک امريت مرستيال مدير اغا وايي  چي ددې ٢٥ ورځني فټبال ټورنمينټ په پايلوبه کي تېر ماښام د علامه رشاد او يارانه فټبال لوبډلي يو د بل سره مخامخ سوې چي په پايله کي علامه رشاد لوبډلي وکولاى سواى په ټاکلي وخت کي سيالي غاړي د يوه ګول په وهلو سره د ياد ټورنمينټ په سر کي او همدار از يارانه او سيد جماالدين افغان فټبال لوبډلي په دوهم او دريم ځايونو کي ودريږي.


 


د دې ټورنمينټ د پاى ته د رسېدو په مراسمو کي  پر ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو باندي د المپيک امريت او فټبال فدراسيون له خوا جايزې هم وويشل سوې .


 


د يادوني وړ ده چي څه موده وړاندي د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کي د فټبال فدراسيون په نوښت ولايتي ټورنامينټ جوړ سوى و چي پکښي د کندهار شيرزي لوبډلي لومړى مقام ترلاسه کړى و.