کندهار: دسړک دغاړي ماین څلورتنه پولیس ټپیان کړل

34 | سپتمبر 5th, 2010


پیښه شاوخوا لس نیمی بجی دکندهار ښار دمیربازار په سیمه کی هغه مهال رامنځته سوه چی دعامه نظم دپولیسو رینجر ګاډی دسړک غاړی پریوماین برابر سو.

د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځى د پيښي پخلى کوي او وايي چي په نوموړي پيښه کی دري پوليس ټپيان دي .

خو دمیرویس روغتون چارواکی بیا وایی چی دوی ته یی دپیښی له ځایه ۴ تنه ټپیان ور وړی چی څلور واړه پولیس دی.

د پيښي مسووليت تر دی دمه چا په غاړه نه دى اخیستى.

Copyright Larawbar 2007-2024