کور / سپورټي / کندهار: علامه رشاد فټبال لوبډلې لومړی مقام خپل کړ

کندهار: علامه رشاد فټبال لوبډلې لومړی مقام خپل کړ

د کندهار ښار په غازي لوبغالې کي د روژي د مبارکي مياشتي د راتلو په ویاړ د همدی ولایت د ٣٨ لوبډلو تر منځ را پيل سوى فټبال ټورنامينټ تير ماښام د علامه رشاد فټبال لوبډلي په اتلولى سره پاى ته ورسيدى

د کندهار ولايت د المپيک امريت مرستيال مدير اغا وايې چي ددې ٢٥ ورځني فټبال ټورنمينټ په پايلوبه کي تير ماښام د علامه رشاد او يارانه فټبال لوبډلي يو د بل سره مخامخ سولي.

نوموړی وایی چی د علامه رشاد لوبډلي وکولاى سواى په ټاکلي وخت کي سيالي غاړي ته د يوه ګول په ورکولو سره د ياد ټورنمينټ په سر کي او همدار از يارانه او سيد جماالدين افغان فټبال لوبډلي په دوهم او دريم ځايونو کي ودريږي.

د ياد ټورنامينټ د پاى په مراسمو کي پر ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو باندي د المپيک امريت او فټبال فدراسيون له خوا جايزې هم وويشل سوي.

څه موده وړاندي د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کي د فټبال فدراسيون په نوښت ولايتي ټورنامينټ جوړ سوى وو چي پکښي د کندهار شيرزي لوبډلي لومړى مقام ترلاسه کړى وو.