کور / سياسي / دمــلي جــرګـې د جـوړېــدو «جــهــاني» ږغ

دمــلي جــرګـې د جـوړېــدو «جــهــاني» ږغ


نهه کاله پخوا د جورج بوش د سخت دريځو محافظه کارانو اداره چي پر عراق او افغانستان باندي د وحشيانه پوځي يرغل په سبب د جنګي جنايت کارانو په تور متهمه  ده ، د امريکا او نړۍ څخه د کرزي په مشرۍ ډرګيان، قاچاقبران، قماربازان، هوټليان، کبابيان، وطنپلوره فاسد افغانان، ملي خاينان، جاسوسان،جنګي جنايت کاران،تنظيمي جنګسالاران او غله سره راټول او د خپلي لښکر کشۍ  په زور يې د خپلواک افغانستان په هيواد کي دغه د شرم  اوسنۍ اداره هغه هم د ټروريزم سره د مبارزې په نامه واکمنه کړه . امريکا او برتانيا خپل دغه مزدوران زموږ په اشغال سوي وطن کي په چور مصروفه وساتل او د افغانستان غوندي  سنتي هيواد کي يې د ډيموکراسۍ په نامه تر سلو زيات ګوندونه جوړ کړل ، په سلهاوه اخبارونه او ټلوېزنوني شبکې يې فعالي او د هغوی په وسيله يې د افغانانو په وطن کې انډوخر بنا او پخپله د سيمي د هيوادو د لاندي کولو او خپلو اهدافو ته د رسېدلو د پاره زموږ د وطن په حساسو سيمو کي د پوځي اډو په جوړېدو لاس پوري کړ . ټول وطنپلوره مزدوران يې د اقلیتو د حقوقو په نامه، د پښتون او تاجک او هزاره په نامه، د کافر او مسلمان په نامه، د شمال او د جنوب په نامه، د فارسي ژبي او پښتو ژبي په نامه، د افغان او افغانستاني په نامه، د شيعه او د سني په نامه،د غلجي او دراني په نامه د کندهار او جلال آباتي په نامه ، د مزار او هراتي په نامه ، د بدخش او پنجشیري په نامه، د روبا او د زمري په نامه ، افغانان يې د طالب او د ټروريسټ په نامه د يوه کثیف هدف په لوري هی کړل، وسلې او لا نوري پيسې يې ورکړلې، يوه اوبل ته يې لاس په ماشه و درول  ، د افغان مظلوم ملت يې تر خپلو ظالمانه بمباريو لاندي را وست او د واهي خيالي داعيې د تحقق په خاطر يعني  د ټرويرزم سره د مبارزې په نامه يې زموږ او د نړۍ خلک تر خپل استعماري او جابرانه چتر لاند را وستل او وروسته يې هريو پشت نخود سیاه پسې روان کړل . ټولي نړۍ د امريکا و دغه شاني کردار ته شیطاني کردار ووايه او امريکا ته يې د لوی ټروريسټ او د لوی شیطان نوم ورکړ، چي   خدای تعالی به يې ضرور لکه د شورويانو په څېر همداسي په خپل غضب  ککړ وي . 


خبره د ښاغلي عبدالباري جهاني دغه زموږ د هيواد نامتو شخصیت او ملي شاعر په غوښتنه کي نغښتې ده، هغه غوښتنه چي نوموړي په خپله مؤجزه خو جامِعَ ليکنه کي ( موږ به څه کوو؟) زموږ د افغانانو د هيواد د بچاو د پاره را پورته کړې او د لروبر افغانستان په درنې  پاڼي کې خپره سوې ده . که څه هم عین ږغ   شل کاله پخوا د افغانستان د پخواني جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله د وخت د سم درک او تقاضا په اساس د ملي مصالحې د طرحي په نامه چي زيات ملي او افغاني عناصر يې درلودل، را پورته سوی وو او په ټوله نړۍ کي با درده  او وطنپاله افغانانوته يې تاريخي فرصتونه په لاس ور کړي وه چي د هر بل افغان تر مشرۍ لاندي چي وي د يوه منلي ملي او افغاني حاکميت په جوړېدو سره  خپل ملي او افغاني رسالت  اداء اوخپلي هڅي د ملي ګټو او د افغانستان د بچاو و داعيې  ته وقف او په همدغه هدف کي واحدي کړي . خو متأسفانه هغه فرصتونه په هغه وخت کي د همدغه شاني بازيو قرباني سول او په ډېره لو بيه د لاسه ووتل . هغه وخت دغه اوسنۍ وضعه چي د همدغي  لو يي دسیسې د پلي کېدو  سريالي مرحله وه، يک په يکه په علمي توګه پېش بيني سوې وه. . ظاهر شاه غوندي مطرحه اشخاصو د سیاسي نه درايت په ښودلو سره خپل ملي او افغاني رسالت په ځای نکړای سو . هيچا د ۱۹۹۲ کال د تنظیمي جګړو او د کابل د ګړوبېدو او زموږ د ملي او تاريخي اردو دسقوط مخه و نه نيولای سوه . طالبي بنسټپالنه به ولي واکمنه کېدله ، او را وروسته به ولي دبادرده افغانانو هيلي د کرزي  د فاسد  دولت  په جوړېدو سره  چي په تاريخ کي به د  غلو، د پرديو د نوکرانو او جنګي جنایت کاران ننګينه دوره ياديږي، د خاورو خاکه کېدله . په دې بايد اعتراف وسي چي ملي عناصرو د افغانستان د ملي ګټو د ناسم درک په وجه د امريکااو برتانيا ددسیسو او د يوه ملي او پراخ بنسټه حکومت  د نه  جوړېدو   د امریکا يي طرحو ښکار سول، او  نن دادئ ان د امريکايي او ناټويي ځواک په موجوديت کي په وطن کي غله او جنايت کاران حاکم او د هيواد د تجزيې خبري لا د امريکا په رسمي حلقو کي تاو بالا کيږي .  امريکا د همدې طرحي د تحقق د پاره زموږ په هيواد کي د جنګي جنايت کارانو او جنګ سالارانو تر شا ودرېدل او د هغوی سره د کابل د مزدور حکومت په موجودیت کي پټي خبري کوي . درست هماغسي خبري لکه د ډاکټر نجيب الله د حکومت په موجوديت کي  چي د تنظیمي او ګوندي خائينانوسره په مسکو کي شورويانو تر سره کولې او د هغه تلاښو مخه يې نيوله چي د يوه پراخ بنسټه ملي او بين الافغاني دولت و جوړېدو ته يې لار هوارول  . د همدې لاسپوڅو او جنګسالارانو په ملاتړ وو چي وطن په کورني جګړو کي لاهو او خلک مو د څو کالو تاريخي  او بشري ضد جناياتو په نتيجه کي د طالبانود سخت دريزه او بنسټپاله ډلو تر واکمنۍ لاندي راغلل .   


په افغانستان کي نن هماغه د شورويانو سناريو په بل شکل عملي کيږي ،خو دا پلا وطن موتر هغه وخت لا زیات کړکېچن او په يوه ترټولو بحراني حالت کي قرار لري ، دغه سناريو نن د امريکا او زموږ د تاريخي دښمن برتانيا لخوا د روسانو د خباثت سره يوځای پر مخ بيول کيږي . ددې کار د مخنيوي د پاره  په رشتيا هم  يوازي مقالې او يو د بل په ټکولو سره فايده نلري . زه ددې خبري يادونه ځکه  کوم چي زه د يوه افغان په حيث   د جهاني صاحب سره خپله همنوايي ښيم او په دغه ملي فراخوان يا غوښتني کي د يوه ملي حرکت د را ژوندي کېدوپه خاطر چي د افغانانو خبري په يوه قوت سره مطرح سي او حساب ورباندي وسي   د هغه د طرحي سره خپل ملاتړ څرګند وم . د ډوبېدو په حال کي زموږ دوطن د دغه کښتۍ د نجات د پاره د ټولو  افغانانو ملي او ايماني وظیفه بولم تر څو خپلي ملي هڅي د يو واحد تحرک  په يوې نوې بڼه کي را ژوندۍ او هغه د سره را شروع کړي . دغه ملي داعيه هيڅوک  په يوازي سر نسي تر سره کولای . جهاني صاحب پر ټولو  افغانانو باندي ږغ کړی دئ چي د سیاسي، سمتي، قومي، مذهبي، ژبني تمايلاتو پرته  د افغانانو خپل هيواد د خپلواکۍ، مځکني بشپړتيااو ملي حاکميت د دفاع او ساتلو په خاطر خپل آواز ونه چي اوس دادي دتجزيې دسيسې پکښې رواني دي، راپورته او خپل آزادي خواهانه فریادونه  د يوې ملي جرګې د جوړېدو د لاري منسجمه او د نړۍ وال  حقوقي سازمانو او مراجعو ته ورسوي . 


لازمه ده ددغه  ږغ سره هر وطنپال افغان د هيواد د نجات او زموږ د واحد افغانستان د پرسټېژ او ملي ګټو د بيا اعادې په خاطر ځانونه يو موټي او يو دبل سره ملګری سي، زموږ د افغان ملت آزادي غوښتونکی بيرغ  دامريکا او برتانيايي واکدارانو د قدرت په مراکزو کي  و رپوي  . زموږ ګروګان ، مظلوم او تر بمباريو لاندي ملت ددغه بدنامه ، فاسده او ملي ضد حکومتي  مزدورانو د ملي خيانت د شره او د تجزيې د خطره بايد وژغوري .  


جهاني صاحب زه دي هم ددغه ملي  ږغ سره ملګری يم او تاسو چي په دغه لاندي خپله حماسي شعري  شپېلۍ کي ملي ناره راپورته کړېده   زه يې هم در سره ږغوم او د افغانانو د بيا را پاڅېدو په هيله يې درسره وايم : 


په کابل کي مي آسمانه بیا پیدا وزیر اکبر کې 


د جـــانــان د بــلا مـخ تــه خــدایـه زر ځــلـه مـي سپر کړې 
لـکـــه غشـی پـر سینـــه مــي د رقــیب ور بـــرابـــر کـــې 
چــي پــرون يې ورپـه یــاد شــي د دښمـن د بــــوروورارو 
یـــوه چیــغـه مـي لا پــورتـه پـر شمشاد او پـر خـیبر کــې 
بیا شرنګی د سپینو تورو بیا محمود وي بیا اشرف وي 
پـــر لښکــر د غـلیــمــانــــو د مــرګــي د پــوځ ګــذر کـــــې 
بیا میدان د پاني پت وي بیا ګــلــګــونــي تـوري راسي 
پـــر لښــکــر د مریټـــــي مي د احــمــد لاســونــه بــر کــې 
چــي مــړ ژوانــدي ورنــه تښتــي افسران د پرنــګیــانـــو 
پـــه کــابـــل کــي مې آسمــانــه بیــا پیــدا وزیر اکبر کـې 
بـیـا مــلالــه پــه میــونــد کــي بیا ایــوب در څخـه غواړم 
بـیــا مي لانــدي تــر اسونــو د دښمــن خوني لښکر کـــې 
لــــــــه آمــو تـر ارغستــانـــه لــــه کـــنــړ تـــر هـــــریــــــروده 
د لستـــوڼـــي ښامــاران مي یـــوپـــه یـــو زیـــر او زبر کــې 
یــو وار بیــا راتــه تــاوده کـې زمـا د قــام ساړه رګــونـــه 
بیــده بــخــت راتـــه ویــښ کــې راپــخلا مــي مــرور کــې 
بیــا جــشنــونــه پــه ښــارو کــي اتڼــونــه پــه دښتــو کــې 
بیــا پیغلوټی په خیمو کي بیا مي کور په کور اختر کې 
لــه پــــامیــر تـــر کـــنــــدهـــاره لـــه هـــــلــمنــده تــر مــزاره 
اولسونــه مـي پــه چـــیــغــو ربــــه یــو پــه یــو خـــبــر کــې 
چې یو روح سي بل يې تــن شي یو یې سر بل یې بــدن سي 
چـــې جــاریــږي یـــو تــر بـــلـــه یـــو میــرا بــل قــلنـــدر کــې 
لــه کـــنــړه تـــر ارغنـــده لـــه پنـــجشیـــره تـــر میـــونـــــده 
هر بـوټی مي سـومــا کې هر یو څاڅــکي یې کوثـــر کـــــې 
چې دا لمر وي دا اسمان وي د پښتون قوم دي ودان وي 
د دښمــن عمـــر يــې خــدایــه لنــډ د ژمــی مازدیــګر کـې 
چــي ړنــدې کـي غبرګي سترګي د فرنګ د میراث خورو 
د مــرګي لـــه خـــوبه ویــښ مـــي د افغــان بیــده ټبــر کــې 
هــم یـې ویــښ کـې لــه خــوبـــونــو هـم الفت ورکې د زړونو 
هـــم یې تــن جــوړ کـې لــه زغــرو هــم رڼــا د عقــل ورکــې 
چې جــهان ورتـه حــیران وي چــي خـجل ورته سیالان وي 
زمــا د هـــر وګــــړي ستـــرګـــي آیینــــه د ســـکنــدر کـــې 
جهــانــي چــي پکښي لیکي د زمــري اولــس نظـمـــونــــه 
هـــر آواز یــې د بــلال کــې هــره لـوېـشت ورتـه منبر کــې