کور / اسلامي / د اختر لمونځ

د اختر لمونځ


دکوچنی اخترلمونځ او نوراحکام   


د شوال د مياشتې په لومړۍ ورځ مسلمانان د اختر ورځ تجليلوي دغه تجليل په اصل کې د هغه حقيقي خوښی اظهار دی چې الله تعالی ج خپلو بند ګانو لپاره چې د روژي په مياشت کې د روژي ،تراويح ،صدقه فطر ، خيرات ، تلاوت او نور کوم عبادات مقررکړي ؤ بندګان د الله ج په توفيق او مرستې سره د هغو په ښه شکل ادا باندې بريالي شول.


د اخترونو دلمانځه حکم :


پرچا چې د جُمعی لمونځ فرض وي په هغه د اخترونو لمونځ واجب دی .


د اخترونو دلمانځه وخت :


د اخترونو دلمانځه وخت د لمر ختلو(په کوم وخت کې چې لمونځ روا کيږي) څخه د د لمر تر زوال پورې دی که په څه وجه د فطر لمونځ په لومړی ورځ ونه شي په دوهمه ورځ کول يې هم رواه دی .


د اخترونو دلمانځه طريقه :


د دواړو اخترونو دلمانځه طريقه داده چې لومړی نيت کول بيا به امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره تکبير ووايې لاسونه به غوږونه ته پورته کوي بيا به دری تکبيرونه ووايې امام په اوچت آواز اومقتديان په ورو سره امام او مقتديان دواړه به لاسونه ترغوږونو پورته کوي او د تکبرونو په وخت کې به لاسونه ځوړند نيسی .


بيا اغوذبالله او بسم الله ويل کيږي بيا به امام په اوچت آواز الحمدالله او قرائت ووايی بيا به رکوع او سجده وکړي دوهم رکعت ته به پورته شي بسم الله ويل کيږی امام به فاتحه او قرآيت په اوچت آواز وايې کله چې سورت ختم شی د رکوع نه مخکې به د لومړي رکعت په څير دری ځله تکبيرونه ووايي بيا به د الله اکبر په ويلو رکوع ته لاړ شي او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي ښه به دا وي چې دعا ونه کړي خطبه شروع کړي خوکه دعا وکړی هم باک نلری امام به دوې خطبی ووايې او مقتديان به په خاموشی سره هغه اوري .


د اخترونو د لمانځه مسائل :


۱- د اخترونو دلمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .


۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه نه مخکی ويل کيږي داختر په لمانځه کې د لمانځه نه ورسته .


۳- که دجُمعی لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي خو که د اخترونو لمونځ قضاشي څه نشته که ډیر لمونځ کونکی پاتی وي نو ځانته لمونځ کولای شي .


د اخترونود ورځی سنت او مستحب کارونه :


۱- غسل کول او مسواک وهل .


۲- ښی جامی اغوستل .


۳- خوشبوئی لګول .


۴- په عيدګاه کې لمونځ کول (د اخترونو لمونځ خو په جومات کې کيدای شي خو په عيدګاه کې يې کول سنت دي ‎‎‎‎)


۵- سهار وختی پاڅيدل .


۶- عيدګا ته وختی ځان رسول .


۷- عيدګاه ته د تلو نه مخکې سرسايه ورکول .


۸- عيدګاه ته دتلو مخکې د څه خواراکی شی خوړل که خرما وي ښه به وي


۹- له يوی لاری پياده تلل او پر بله لار بيرته راتلل .


۱۰ په لاره ورو ورو آرام تکبير ويل الله اکبر الله اکبر لااله الاالله والله اکبر و لله الحمد


د عيد په ورځ قبرستان ته تلل بدعت دي.