کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دناټو مشرانو ! دافغانستان جګړه په باټو ګټئ !؟

دناټو مشرانو ! دافغانستان جګړه په باټو ګټئ !؟

امريکايي پوځي چارواکو په دې وروستيو کې ويلي  چې په تېرو درو مياشتو کې په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو د طالبانو۳۶۵ قومندانان او سرګروپان وژلي دي اوګڼ شير يي نيولی .

په جرمني کې خپريدونکې شپيګل مجلې د نړيوالو ځواکونو په قول په خپله وروستۍ  ګڼه کې راپور ورکړي چې د ناټوسپيشل پورس ( خاص ځواکونو )،چې اکثره پوځيان يي امريکايان دي،د مې د اتمې او د اګست د اتمې ترمنځ د کوماندوعملياتو په ترڅ کې  ۳۶۵ قوماندانان او سخت دريځي وژلي دي.

که څه هم دغه څرګندونې دناټو له ادرسه خپرې شوې خودپه افغانستان کې ددغه ځواک مشرجنرال پيتراييس هم د طالبانو د قومندانانود تلفاتو يادونه کړې او ويلي يې دي چې د طالبانو د نفوذ ساحه يې په وروستيو څو مياشتو کې محدوده کړې ګڼ شمير هغه سيمې يي په جنوب کې ترې نيولې کومې چې پخوابه دوی دخپلو مرکزونوپه توګه کارولې .

کيداي شی دوی دهلمند ولايت دمارجه ولسوالۍ اوځنې نورې سيمې هدف وی کومې چې ظاهرادوي نيولې ولې هلته هره ورځ اوس ددوی دموجوديت له برکته عام افغانان يادماينونو ښکار کيږی اوياهم په جګړوکې وژل کيږي اوياله خپلو کورنوبېکوره شوي اوياکيږی .

په دې وروستيو کې په جګړو کې دښکيل افغانستان اودسېمې  ټولې  نړيوالې رسنۍ  دناټو دنوی قوماندان جنرال پېتراييس اوياهم دناټو دسرمونشی  راسموسن پرخبرو ډير فوکس کوی او هرڅه چې ددوی له خولې را ووزی نو درسنيو دسرخط  خبر  همدا وی .

څه موده وړاندې چې په افغانستان کې دناټوقوماندان دامريکا دولسمشر په امرپه امر له دندې ګوښه شو اوپرځاي يي دپيتراييس په نوم بل داسې جنرال د عراق په جګړو کې يي ترنورو جنرالانو ښه تجربه لرله پرځای مقرر کړ اوپه افغانستان کې يي  دروانې جګړې جيلب په لاس کې ورکړ .

که څه هم جنرال پيتراييس  په لمړيو څرګندونوکې ويل چې دناټوو ترټولو زياته پاملرنه  به په جګړه کې دعامو افغانانو وژنودمخنيوی په اړه وی خودورځې په تيرېدو سره چې په کوم ځای کې دناټوځواکونو دعملياتو څرک پورته کيږی وروسره جوخت دملکي افغانانو دوژنې راپورونه هم راپورته کيږي .

خودا دتش په نوم ادعاګانو ښودلې چې په تېرو نهوکلونو کې چې کله دناټومشرانودغه شان څرګندونې کړې دی روانه جګړه يي لاپسې سخته کړې اوپه ترڅ کې يی عام افغانان زيات ددغې جګړې قرباني کړی دي .

دغه ځواکونه چې دم ګړۍ معلوميږی په سختو جنګي حالاتو کې راګيردی او تلفات يي مخ په زياتيدو دی اودوي ته په کاروه چې ددې پرځای چې دوي دخپل پيشرفت خبره وکړی دوي بايد قناعت کړي واي چې په تېره مياشت کې يي ګڼ عام افغانان وژلی دی اوهم يي تلفات زيا ت شوی دی اوداځکه چې داخو ټولو ته معلوميږی اوټولې رسنۍ يي شپه او ورځ خپروی اوهغه په عاميانه ژبه چې وايي چيزې که عيان است چه حاجت به بيان .

نو دخاصو ځواکونودعملياتو لاسته راوړنې خو بهرنۍ رسنۍ همېشه داسې بيانوی چې  ګواکی خاص ځواک چې له خپل مورچل يا له اډې وزی اوبيرته تر راګرځيدو پورې  ټول طالب مشران اوياهم القاعده لمنځه وړی، خوداسې نه ده ددغه خاصو ځواکونو چې په سپيشل پورس سره ياديږی دوی معمولا دشپې لخوا دعامو افغانانو په کورونو چاپې اچوي ډير کم که داسې پېښ شې چې خپل دښمن په نښه کړي ترډيره بريده يي په غلتو راپورونو سره دعامو افغانو په انګړ ورخيږی اوهغوی اوعام افغانان دالقاعده په نوم خپلو خونکارو مرميوسوري سوري کوی .

دناټوپوځيان ياديوشتم قرن ساده ګان چې بيا دشپې کله عام افغانان ووژنې بياهم په دې هم نه پوهيږی چې دا عام افغانان دی اوکه دطالبانو اويا ترهګرو قوماندانان .

زه د  آوازو او انګازو  پرنا څه نه ليکم زه هغه دسترګو ليدلی حالتونه  دلته بيانوم کوم چې همدې خاصو ځواکونودروژې مبارکې مياشتې په دوهمه  شپه دوردګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ دشيخ اباد بازار ته څېرمه دزرين خيلو په کلی کې دمنهاج الدين په کور چاپه اچولې وه اوپه هغه چاپه کې يي دمنهاج الدين درې زامنځ چې دوه يي محصلين ول اودريم  يي دشيخ اباد دليسې ددولسم ټولګي زده کوونکی و وژلی وو .

هغه درې واړه بيچاره ګان يي  وژلی وو  او پلار يي سره له دريو ګاونډيانو خاصو ځواکونو لاس تړلی له ځان سره بيولی وو او ادعايي کوله چې به وژل شويو اونيو ل شويو کسانو کې دترهګرو مهم کسان شامل وو .

سره له دې چې دسيمې شاوخا ۵۰۰ کسانو ديوسوله ايز لاريون په ترڅ کې ددرې واړو ځوانيمرګو محصلينوجسدونه ولسوالۍ ته يو وړل او دسيمې چارواکي يي پرې خبر کړل ولې بياهم ديوشتم قرن ساده ګانو (ناټومشرانو) ويل چې  ترهګر يې وژلي .

افغانان په دې هيله ؤ چې نور به دافغانانو وژنه دپای ټکی ومومی اودغه شان عام وژنې به ختمې شی خو ټولې هېلې  او آرزوګانې يي په هوالاړې او جنرال پيتراييس ددې پرځای چې افغانانوته خپل سرټيټ کړی او عذر ورته وړاندې کړي  چې په روانه جګړه کې يي دعام وژنې مخه  ونه شوای نيولا ی  ،جنرال ؟ لاهم دکوڅودبدماشوځوانانو په شان چې څه يې له وسه نه کيږی اوتشې باټې وهې  په لوی لاس دغه له هدف ورکه جګړه لاپسې سخته وی اوهغه دتش په نوم بدماشوځوانانو غوندې داسې باټې وهی کله وايي چې نړيوالود ده تر قوماندې لاندې ځواکونو د طالبانو د پرمختګ مخه نيولې او له يوشمېر سيمو څخه يې طالبان په څټ کړي او لا هم د جګړې انډول د نړيوالو ځواکونو په ګټه د بدلېدو په حال کې دی.

اوکله هم وايي چې ګن شمير ترهګر ياطالبان يي  وژلی په داسې حال کې چې دبهرنيو ځواکونو تلفات په دې وروستيو کې په خطرناک ډول مخ په زياتيدودی .

دانه وايو چې ناټوبه دطالبانو پروړاندې پرمختګ نه وی کړی خوکه زه وايم که يې کړی وي خوته هغه پريږده دسولې دټينګښت لپاره څه لرې افغانوته  ته داسې څرګندونې وکړه چې که په رښتيا دسولې دټينګښت لپاره راغلی وئ نو افغانوته دسولې يو پيغام  ورکړه داسې نه چې

دتېرې يکشنبې دوشنبې سه شنبې په ورځو کې يي شاوخا ۲۳ تنه سرتيرې وژل شوی .

دغه راز دناټو دسرمونشی راسموسن څرګندونې يي هم دحيرانتيا وړدی هغه هم لکه دپيتراييس په شان باټوغوندې ښکاري او وايي چې د ناټو  ترمشرۍ لاندې ځواکونه به په راتلونکو اوونيو کې په افغانستان کې د طالبانو پرضد جګړه سخته کړي .

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د  ډنمارک د تلويزيون دوهم خبري چينل سره  په مرکه کې ويلي :((زه د امريکا له پوځي مشرانو سره په دې برخه کې د نظريووالی لرم چې د طالبانو پرضد بايد په راتلونکو اوونيو او مياشتو کې د هغوی په مهمو مرکزونو کې جګړه تېزه شي ځکه چې موږ افغانستان ته نور عسکر لېږلي چې پرطالبانو حملې وکړي.»

 راسموسن داهم ويلی چې دوی  هيله لري د ناټو په راتلونکې سرمشريزه کې چې د پرتګال په مرکز ليزبون کې جوړېږي ،په دې پرېکړه وشي چې افغان امنيتي ځواکونو ته دې له راتلونکي کاله د خپل هيواد د امنتي چارو مسووليت وسپارل شي .

راسموسن په افغانستان کې موجود يولکو شل زره پوځيان د طالبانو د مقاومت د ماتولو لپاره که څه هم کافي بولي ولې ډيرټينګارپه دې کوي  چې دافغانستان د شخړې حل يوازې پوځي لاره  نه ده .

راسموسن سره له دې چې د ۲۰۱۴ کال په پاي کې افغان امنيتي ځواکونو ته د ټولو امنيتي چارو د سپارلو هرکلی وکړ له افغانستانه يې د ټولو نړيوالو قواوو د وتلو په وړاندې خبرداری ورکړ او وي ويل :«ددې مانا به دا وي چې طالبان بيا راشي.او زموږ ټولې خوارۍ په اوبو لاهو شي.»

خودپای خبره داشوه چې جګړه جګړه ده اوجګړه په باټو نه ګټل کيږی په داسې حال کې چې دناټو خيلو تلفات مخ په حيرانيدونکي توګه ورځ تربلې ورځې زياتيږی ولې بياهم دوي باټې وهي چې خپل مخالفان يي ځپلي اوډيرپرمختګونه يې کړی .