کور / اسلامي / په مسجدنبوی کښی د۴۰ زره معتکفینو کښینستل

په مسجدنبوی کښی د۴۰ زره معتکفینو کښینستل

  


دنړیوالورسنیودراپورونوله مخې درمضان المبارک په  ۱  ۲  تاریخ باندی په مسجدنبوی صـ  کښی  ۴۰ زره معتکفین کښینی اوپه دی سپیځلي عبادت کښی تر ۲  زره زیاتو مؤمنو خوندوهم ګډون کړئ دئ ! سبحان الله څمره دافتخارځای دئ چې څورلس سوه یودیرش ۱۴۳۱کاله ورسته لاهم دنبوی صلی الله علیه وآله وسلم ګلبڼ وتازه اوزرغونه باغ ته دخزان  لاره نه ده سیخه سویه!  او دطریقې فرخې نوره وده ورکړیه ده اودپسرلی خوږشمال تراوسه لاهم دپخواپه دودپکښی خپلې وزرې وهرلوری ته دبازپڅیرغوړولی ده رښتیاهم دایوڅه ساده خبره نه ده چی په یوه جمات کښی دی ۴۰ څلویښت زره کسان  دیوه سنت داحیاکولولپاره  سره جمع سی ،اوپردی دی هم سره متفق سې چې دوئ به داعتکاف ټول اداب ساتی، اولمونځ به په جماعت سره اداکوی  ،اوله هرقسمه ناوړ کړو وړو به هم ځانونه ژغوري، اودنبوی حرم ټول اداب په کلکه سره ساتی ، بایدچې ووایم چې داخلګ چاودی کارته مجبورکړل اودکوم حکمران له لوری  ورباندی حکم سوی ووچې دوئ به درمضان المبارک دآخیری لسیزه په مسجدنبوی کښی باسی  اوداسړی له کوموملکوڅخه راغلی ووایا دوئ خپل کورونه نه درلودل؟ اوایادوئ  مورپلاروروڼه  بچیان اونورقریبان نه لرل ؟ نه  داکاروان  هغه چاراغوښتی پرچاچې عقیده جوړه سویه وه عقیده هغه څه ده چې انسان دی ته اړباسی  چې پرځان هر قسم تکالیف ګالل تودی اوترخې تیرول دکامیابی اوسرخرویې  جوګه جوړېږی  خوبالآخیره ډیر خوشحاله سوم خوشحالی څه چې باور مووسه چې له ډیری خوشحالی څخه می اُوښکي را توی شوی  هغه مایوسی چې له ماسره به کله ناکله دځینو لاملوله سببه پیداکیده ،اوداُمت موربه راته بوره ښکاریده ، دیادشوی زیري په اوریدوسره په جزبه بدله شوه، او په هغه سړه  اوتته شویه ایری شویه مفکوره کی می بیادروحانیت سکروټوته دحیوة لمنه ووهله شوه  اودا راته څرګنده شوه چې ماشاء الله تعالی په اُمت کښی اوس لاهم داسی مندې ډېری سته چې خپل بچې په اسلامی عقیده داسی پاخه روزې چی دپیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم دیوه سنت داداکولولپاره دځمکې له ډيرولرو پرتو سیمو څخه و مدینی منورې ته دسفرټولی ترخې پرسرتیره وی چې درسول الله صلی الله علیه وآله وسلم یو کلنۍ سنت احیاکړی اوهغه سنت هم  هغلته ژوندئ کی کوم چې درسول الله صلی الله علیه وآله وسلم معتکف او هغه پاک اوصفامکان دی چې هلته به  داعبادت یوپه ( ۵۰۰۰۰) زره الله تعالی ورحساب کړی اولدی سره سره به یوبل سنت هم حیوة وممی  :  


وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ


 اوپه دغه (شرابواونوروجنتی نعماؤ) باندی پس بایده دی چه رغبت وکړی رغبت کوونکی ( په کولودفضائلواوپریښودلودرذائلوچه عجلت وکړی په حسناتواوځان وساتی له سیئاتو) .


ددې خلګوله عملې ژوندڅخه دحضرت انس رض هغه حدیث راته یادشوچې ده  مبارک یې روایت کړی وعن أنس رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ” لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من والده وولده والناس أجمعين “راوی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ویلی دی ایمان نه دی راوړئ یوه ستاسې (مګر) ترهغه پورې چې زه سم محبوب (ګران ) ودته ترپلاراوترزوی اوترټولوخلګو.دلته مرادله محبت څخه محبت عملی ده چې دعمل په ځای کښی دی هرچاتر کاردګران پیغمبرصـ سنت ته ترجی ورکوی نه محبت طبعی! ومارواه البخاری (۱۹۲۲) ومسلم ( ۱۱۲۷) عن عائشه رضی الله عنه،ان النبیّ صلی الله علیه وآله وسلم کان یعتکف العشرالآواخرمن رمضان،ثمّ اعتکف ازواجه من بعده،متفق علیه  .ام المؤمنین عائشې رضی الله تعالی عنهاراویة کړئ دی چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم چې وواعتکاف بیه کاوه درمضان المبارک آخیری لسیزه،لده ورسته بیا اعتکاف کاوه بی بی ګانودده.له یادشوی حدیث څخه څرګنده شوه چې درسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سنت امهات المؤمینینوتل ژوندئ ساتلۍ وو، اودهمت لستوڼۍ یه تل ترتله ورته رانغښت وو، اودخپل ژوندترپای یه ورسول .اودخپل ځان لپاره ئی ابدی ویاړهم وګټل  .نورداسنتونه وامت ورمیراث شوی دی  نوبیا  ( ابواقبال )