کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : د يو شمېر شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

ميدان وردګ : د يو شمېر شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

دآى جې سي عامه پوهاوي د دفتر څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي يو شمېر شکمن کسان يې نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد کسان يې د هغو عملياتو په ترڅ کي نيولي چي د طالبانو د هغه قوماندان چي خپلو جنګياليو ته يې بمونه جوړه ول ونيسي . په خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړى پخپله نه دئ نيول سوى خو يو بل تن چي بمونه يې جوړه ول او ورسره څو نور شکمن کسان نيول سوي . په خبرپاڼه کي د نيول سوو کسانو شمېر نه دئ په ډاګه سوى او په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو هم څه نه دي ويلي .