نيمروز : ٣ تنو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | سپتمبر 6th, 2010


لراوبر ته دآى جې سي عامه پوهاوي له لوري په رالېږل سوي خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ په يوه چاودنه کي دوه تنه ووژل سول او يو بل تن ژوبل سو . په خبرپاڼه کي راغلي چي چاودنه د يوه موټر په وسيله چي چاودېدونکي توکي پکښي ځاى پر ځاى سوي ول او د پوليسو و يوې پوستې ته نژدې درول سوى ؤ رامنځ ته سوې . په خبرپاڼه کي د پيښي پړه پر طالبانو اچول سوې ده او همدا ډول يادونه پکښي سوې چي ژوبل سوى کس و سيميز روغتون ته د درملني په موخه وړل سوى دئ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو طالبانو يا کومي بلي ډلي څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024