کور / اسلامي / د روژې اووه ویشتمه ډالۍ

د روژې اووه ویشتمه ډالۍ

څنګه چی د قدر د شپې او نزول القرآن لسیزه جریان لری ، نو دا دی د اووه ویشتمی روژې لپاره اووه ویشتمه ډالۍ درته وړاندی کیږی چی د الهی رضا او صبر په هکله ده ( ن . صمد ) .

د موسی ( ع) حیرت :

وایی چی یوه ورځ موسی (ع) خدای تعالی ته عرض وکړ چی زړه می غواړی ستا هغه فلانی بهترین بنده ووینم چی پر تا ډیر ګران دی . خطاب ورته وسو چی صحرا ته ولاړ سه ، هلته یو سړﺉ دی چی بزګري کوی . هغه زما د خورا غوره بندګانو څخه دی .

موسی (ع) هم صحرا ته ورغی او هلته یې هماغه سړی ولید چی پخپله کرنه لګیا دی . موسی (ع) حیران سو چی دﺉ څنګه دومره لوړه درجه لری او خدای فرمایی چی هغه زما د خورا بهترینو بندګانو څخه دی .
نو د جبرایل (ع) څخه یې علت وپوښتیً او هغه په ځواب کی ورته وویل چی اوس خدای تعالی پر هغه باندی یوه ټکه او بلا نازلوی او ته وګوره چی دﺉ څه کوی . آفت نازل سو او هغه بنده په یوه شېبه کی په سترګو ړوند سو .

فورأ کښېناست او خپل یوم یې مخته پر مځکه کښېښود او داسی یې وویل : اې زما ربه ، هغه وخت چی تا زه د بینا په حیث خوښولم نو پر ما هم خپلي سترګي ګراني وې . اوس چی می ته ړوند خوښوې نو ړوندوالی تر بینایی ډیر خوښوم .

موسی (ع) ولیده چی دغه شخص په رښتیا هم د الهی رضأ لوړ مقام ته رسېدلی دی . دا مهال یې دغه سړي ته مخ واړاوه او داسی یې مخاطب کړ : اې سړیه ، زه پیغمبر او مستجاب الدعأ یم . که غواړې نو دعا به درته وکړم خدای به بیرته ستا سترګي درکړی .

خو هغه ورته وویل چی یا ، نه یې غواړم . موسی (ع) وپوښتل چی ولی ؟ هغه ورته وویل چی هغه څه چی زما خدای لازم راته بللي دي ، تر هر څه یې خوښوم نسبت دې ته چی زه یې پخپله ځانته خوښ کړم .
موسی (ع) ته د دې شخص بزرګي او تقوا عملأ ثابته سوه . بېشکه چی الله د صابرانو مل او ملګری دی ، او الله چی څه کوی ، ډیر ښه کوی خو انسانان یې له درک نه باالکل عاجز دي .