کور / تازه خبرونه / زابل : د يوه قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو

زابل : د يوه قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په زابل ولايت کي يې د تيري پنجشنبې په ورځ د طالبانو يو قوماندان نيولى . په خبرپاڼه کي راغلي چي د طالبانو دغه قوماندان طالب جنګياليو ته وسلې ، چاودېدونکي توکي او نور مهمات برابروله . په خبرپاڼه کي دا نه ده په ډاګه سوه چي د نوموړي د نيول کېدو په اړه رسنيو ته ولي د هغه تر نيول کېدو څلور ورځي وروسته خبر ورکړل سو .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .