کور / تازه خبرونه / بغلان : ولسوال وژل سوى

بغلان : ولسوال وژل سوى

د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ ولسوال دنا پېژاندو وسله والو له لوري ووژل سو . په خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړى ولسوال احمد جوشنپور نومېده او تېره ورځ د بغلان په جرخشک سيمه کي په ډزو وژل سوى . د نوموړي د وژل کېدو په اړه تر اوسه پوري کومي ډلي څه نه دي ويلي .
د يادوني وړ ده چي د پکتيا ولايت د والي وياند روح الله سمون هم نوموړى خبر لراوبر ته رالېږلى او پکښي د نوموړى پر وژنه د پکتيا د والي ژوره خواشيني ښودل سوې .