کور / تازه خبرونه / روزګان : د ٩ شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه

روزګان : د ٩ شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په روزګان ولايت کي يې نهه تنه شکمن کسان نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړي کسان يې د يو لړ ګډو عملياتو په ترڅ کي نيولي . په خبرپاڼه کي نه د نيول سوو کسانو د نيولو معلوم ځاى او نه ورسره د وسلو د نيولو په اړه کره خبره سوې .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کومي ډلي څه نه دي ويلي .