کور / تازه خبرونه / خوست : د ملي اردو درې سرتيري ووژل سول

خوست : د ملي اردو درې سرتيري ووژل سول

د خوست ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په يعقوبيو ولسوالۍ کي د ماين په يوه چاودنه کي د ملي اردو درې سرتيري ووژل سول . د دې ولايت امنيه قوماندان عبدالحکيم اسحاقزى ياده پېښه تائيدوي او وايي چي چاودنه تېره ورځ مازديګر مهال د ملي اردو د سرتيرو د ګزمې پر موټر وسوه .
طالبانو د دې بريد مسئوليت منلى او وايي چي په دې چاودنه کي يې د ملي اردو شپږ تنه وژلي خو چارواکي د دوى دغه اعا ردوي .