خوست : د سړي تښتوونکو يوه ډله ونيول سوه

عطاالله محمدي | سپتمبر 8th, 2010


په خوست ولايت کي د ملي اردو سرتيري وايي چي د يعقوبيو په ولسوالۍ کي يې د سړي تښتوونکو يوه شپږ کسيزه ډله نيولې . په دې ولايت کي د ملي اردو د لومړۍ لېوا مسئول جنرال رازمحمد ورياخېل وايي چي دغه ډله يې هغه مهال ونيوله چي کله يې دوه شتمن کسان تښتول . نوموړى وايي چي د نيول سوو کسانو څخه پوښتني ګروېږني رواني دي .

Copyright Larawbar 2007-2024