کور / تازه خبرونه / ناټو به راتلونکى کال امنيتي چاري افغان حکومت ته وسپاري

ناټو به راتلونکى کال امنيتي چاري افغان حکومت ته وسپاري

د ناټو عمومي منشي وايي چي د افغانستان امنيتي وضعه دونه ښه سوې چي په راتلونکي کال کي د حکومت چاري افغان حکومت ته وسپارل سي . ټاکل سوې ده چي د ناټو غړي هيوادونه په دې اړه دوې مياشتي وروسته غونډه وکړي او پکښي افغان حکومت ته د افغانستان د امنيتي چارو د مسئوليت د ورسپارلو په اړه خبري وسي . او پکښي به د بېلابيلو ولايتونو د امنيت د سپارلو پر پلان خبري وسي . نوموړى وايي چي د ناټو ځواکونه به وتوانيږي چي را روان کال امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپاري .
د يادوني وړ ده چي د اروپا ډېرى هيوادنو غواړي چي د افغانستان شخړه بايد نوره پاى ته ورسيږي .