د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د لراوبر ولس د مبارکۍ پيغامونه

د لراوبر اداره | سپتمبر 10th, 2010




د کوچني اختر په مناسبت د پوهنې د وزیر د مبارکۍ پیغام


درنو هیوادوالو، معزوزو کورنیو، د پوهنې د کاروان لارویانو، ګرانو ښوونکو او زده کوونکو!


تر ټولو د مخه د پوهنې د لوی کاروان په استازیتوب تاسو قدرمنو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي وایم. لوی خدای دې وکړي چې دغه اختر ټول افغان ولس او اسلامي امت ته د خوښۍ، خوشحالۍ، نیکمرغۍ او سولې اختر وي او د همدې مبارک مناسبت له برکته په افغانستان کې سراسري سوله، امن، خوښي او خوشحالي حاکمه شي. همدارنګه لوی خدای دې ستاسو عباتونه، دعاګانې او روژې په خپل دربار کې قبولې کړي.


کوچنی اختر د مسلمانانو په ژوند، هڅو، نیکو اعمالو، روښانه تصمیم نیولو او هلو ځلو کې یو مثبت بدلون راولي او هغه ژمنه پياوړې کوي چې مومن انسان یې د نیکو اعمالو د زیاتوالي په لړ کې له خپل خدای سره لري. همدارنګه کوچنی اختر د مسلمانانو د یووالي او له یو بل سره د همدردۍ د څرګندولو یو ښه مثال دی چې دغه ستر امت ته په برخه شوی دی.


د ګران هیواد زده کوونکو ته ښايي چې د دې مبارک مناسبت په ورځو کې د خوشحالۍ تر څنګ د درسونو تکرار ته هم پاملرنه وکړي او هغه کورنۍ وظیفې په ښه شکل سر ته ورسوي چې په خپلو ټولګیو کې ورته سپارل شوې او له دغه لوی فرصت څخه زیاته ګټه پورته کړي.


په آخر کې یو ځل بیا تاسو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم او د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله من یم چې دغه ورځې مو په خوښۍ او خوشحالۍ سره تیرې شي. کوچنی اختر مو مبارک شه. 


فاروق وردګ – د پوهنې وزیر



د خوست ویب پاڼې په استازیتوب  – رحيم خان خوستی
تاسو قدرمنو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي وایم. لوی خدای دې وکړي چې دغه اختر ټول افغان ولس او اسلامي امت ته د خوښۍ، خوشحالۍ، نیکمرغۍ او سولې اختر وي او  د همدې مبارک مناسبت له برکته په افغانستان کې سراسري سوله، امن، خوښي او خوشحالي حاکمه شي. همدارنګه لوی خدای دې ستاسو ..عباتونه، دعاګانې  او روژې په خپل دربار کې قبولې کړي .



د خوست ویب پاڼې اداره





2010-09-08  ستره محکمه : سبا (پنجشنبه) د روژې دېرشمه ورځ ده 

2010-09-08   د افغانستان د اسلامي دولت د جمهورئيس د مبارکۍ پيغام

2010-09-08  د  کوچنی اختر په مناسبت د ملا محمد عمر او انجينر حکمتيار پیغامونه





Copyright Larawbar 2007-2024