تازه خبر : د کلیسا لخوا د قرآن د سوځولو پلان فسخ سو

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 9th, 2010


اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی لیکی چی د امریکا د فلوریډا د یوې بنسټ پالی کلیسا د پادری ( ټیری جانز ) لخوا د قرآن د سوځولو لوبه نن فسخ اعلان سوه . مخکی دغی ډلی ویل چی د سپټمبر پر یوولسمه به د زرګونو خلکو او نړیوالو په مخکی قرآن کریم سوځوی تر څو د دوی په اصطلاح د بنسټ پالو مسلمانانو څخه یې کرکه ښودلې وای .
داسی ویل کیږی چی د فلوریډا د اسلامی ټولنی مشر ( امام محمد مصری ) د دغه پادری سره داسی معامله وکړه چی د نیویارک په منهاتن ( یعنی صدر بازار ) کی به هغه لوی مسجد او اسلامی مرکز هم نه جوړیږی چی د نړېدلی نړیوال سوداګریز مرکز تر خوا به جوړېدﺉ . خو د دې اسلامی مرکز د پروژې مسؤل ( امام فیصل عبدالرؤف ) وویل چی زه حیران یم چی دا څنګه سوداینه سوې ده ، خو زه به هیڅ ډول معاملې ته حاضر نسم .
پادری ټیری جانز وایی چی زه اوس هم د قرآن څخه کلک نفرت لرم او هغه مسلمانان بنسټ پال کوی خو دا چی داخلی او خارجی فشارونه زیات سول نو زه اوس تر دغه کار تیریږم خو شرط یې دا دی چی د نیویارک مسجد به هم په کوم بل ځای کی جوړیږی .
بارک اوباما ، جنرال ډیویډ پترس او هم ګڼو اسلامی مشرانو مسلسل د ټیری جانز څخه د دې کار فسخ کول غوښتل او ویل یې چی دا کار به په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو ژوند نور هم د خطر سره مخامخ کړي او هر ځای به د عیسویانو پر ضد مسلمانان راوپاروی .
خو شنونکي وایی چی دا لوبه په یو داسی مرموز ډول پای ته ورسېده چی په مرګ یې ونیول خو په تبه یې راضی کړل !

Copyright Larawbar 2007-2024