کور / سياسي / چارواکي حق نلري د قمار بازانو تاوان له بيت الماله ورکړي!

چارواکي حق نلري د قمار بازانو تاوان له بيت الماله ورکړي!

دولتي چارواکي حق نلري چی دلوټ مارانو او قمار بازانو ددرغليو تاوان دبيت المال په پيسوباندي ورکړي !

دليکني په شروع کښي بايد ووايم چی لومړي بايد دکرزي صاحب څخه دا پوښتنه وسي ، چی په اساسي قا نون کي خو تاسو ته دا حق نه دي درکول سوي ، چی دما فيا يي ډلو ټپلو ددرغليو او په ډوبي کي دهغو دعياشيو د بي ساري لګښت قيمت بايد تاسو دبيت المال دپيسو څخه ورکړي ۰ ددې سوال ځواب ولس هغه وخت ستاسو څخه غواړي ، چی دولتي حاکميت دولس په لاس کي سي اوبس ۰ کرزي صاحب : ددې پر ځاي چی تاسو دماليي پخواني او اوسني وزير اودافغانستان بانک رئيس ، چی دخصوصي بانکونو په اړوند يي خپلي دندي نه دي اجرأ کړي ، او تاسوته يي هم پر لازمو وختونو باندي ، دخصوصي بانکونو دغيرقانوني معاملو او په حسابونو کي دنه شفافيت په هکله ، رپوټونه نه دي درکړي ، نو تاسو بايد دغه چارواکي او دکابل بانک درهبري په شمول وعدلي محکمي ته معرفي کړي وايي ، چی ولي يي پر خپل وخت ددې نا پاکو معاملو مخه نه ده نيولي ۰اونه يوازي بايد دوي دخپلو وظيفو څخه ليري سوي واي ، بلکه ددې ۳۰۰ سوو ميليونوډالرو دتاوان بار هم بايد ددوي پر اوږو باندي اچول سوي واي ۰ ولي متاسفانه بر عکس معلومه سول چی تاسو ودوي ته برائت ورکړ، او دپيسو دتاوان پيټي مو ددې غريب ملت پر اوږوور واچاوه ، په داسي حال کي که تاسو دآريانا دټلويزيون د روژي مبارکي مياشتي دمازديګر دشپږ نيمو بجو د ( بيو زلو کورنيو ) پروګرام يوه ورځ وګوري ، چی داکورني په څونه لوړه کچه د بي وزلي او ناداري سره مخا مخ دي ، چی په واقعيت کي دانسان وجدان ته ټکان ورکوي ولي دبله طرفه بيا ددې بي وزلو انسانانو دبيت المال پيسی دځينو لوټمارانو وجيبونوته لويږي ۰ بايد وويل سي چی کرزي صاحب تاسو يوه بله پير زوينه هم دکابل بانک پر رهبريو باندي کړي ده هغه داچي ، دماليي وزارت ددولتي مامورينو ( اردو ، پوليسو ، ملکي ) مياشتني معاش دکابل بانک دلاري څخه په داسي حال کي ورکوي ، چی دماليي دوزير دڅرګندونو پر اساس کابل بانک ته يي ۱۰۰ ميليونه ډالره دتضمين په ډول مخکي تر مخکي لا ورکړي دي ۰ په داسي حال کي چی دافغانستان دولت خپل داعتبار وړ بانکونه لري ، چی هر وخت به دولتي مامورينو ته دخپلو بانکونو لاري څخه معاشونه ورکول کيدل ۰ په نتيجه کي ويلايسو چی لومړي دا ۱۰۰ ميليونه ډالره په بانکي چلندونو کي دکاله په لکونو ډالره ګټي ۰ چی داګټه هم دپورتني عمل په نتيجه کي دافغان ولس له لاسه وتلي ، او د لوټمارانو وجيبو ته لويدلي ده ۰ بل داچی دمعاش دورکولو له پاره څونه بي ځايه ټکس دکابل بانک دماليي دوزارت څخه اخلي ۰ دانو دا معني لري لکه سړي چی خپل شخصي موټر لري ولي دخپل کار او بار له پاره دټکسي موټرڅخه استفاده کوي ۰
اوس به دپورتنيو مسلي څيړنيزي برخي ته راشو ۰
نيژدي ديوي هفتي راهيسي په ځينو داخلي او بهرنيو رسنيو کي دکابل بانک دمالی بحران ( ډيوالي کيدو ) په هکله ډير داسي څه راوتلي دي ، چی په حقيقت کښي يي ، په دولت کي دفساد پرده نوره هم را پورته کړه ۰هغه دا چی دافغانستان بانک چارواکي داتو کلونو راهيسي ددوي په دې غیرقانوني کړونواو درغليو باندي پوره خبر وه ، ولي په دې خاطر چی ددولتي لوړ پوړو چارواکو دکورنيو غړي پکښي سهيم وه ، ځکه نو ځانونه يي غلي نيولي وه ۰ په داسي حال کي چی دافغانستان بانک رسمي دنده ده چی دخصوصي بانکونو دراکړي ورکړي او ددوي دمعاملو څار نه او پلټنه وکړي ، چی دخلګو پيسي بي ځايه نه سي ۰ په داسي حال کي د نیويارک ټايمز ورځپاڼه بيا داسي ليکی : محمود کرزي چی دهم دې بانک شريک دي دخپل سياسي قدرت له وجی دا بانک تر اوسه پوري له پلټونو څخه بچ کړي وو ۰ ولي په اوس مهال کي بيا ديو شمير واقعيتونو په خبريدو سره دکابل بانک ډيرو هغو مشتريانو چی ددې خصوصي بانکونو دچل او چم څخه د ډ کو تبليغاتي انځورونو په جالونو کي بند راغلي وه ، او ټوله په دې فکر کي وه چی ډير ژر به دکابل بانک طلايي سيټونو ، اپارتمانو نو او موټرونو ته ځانونه ورسوي ، نو دخصوصي بانکونو دادرسونو پر لور باندي روان وه ۰ او ددولتي بانکونو څخه يي مخونه اړولي وه ۰ په داسي حال کي چی د دې خصوصي بانکونوڅخه چی به دهيواد ځيني محتاجو دقرضي تقاضا کوله ، دافغانستان دبانک درئيس نيژدي د يوه کال مخکي دڅرګندونو په حواله دې بانکونو به دمحتاجو خلګو څخه دټاکلي تضمين تر څنګ ۲۲ فيصده ګټه هم غوښتله ۰ چی دنړي په هيڅ ګوټ کښي په بانکي چلندونو کي داسي په لوړه کچه ګټه شتون نلري ۰ چی په واقعيت کښي داددوي هغه بله د بي ر حمي تيره توره ده چی دا جنګ ځپلي ولس په وهي ۰ په داسي حال کي چی دوي ډيري پيسي دډير شمير مشتر يانو څخه يوازي دقسمت دحساب او يا دبخت ازمويني په شکل بي له دې چي ګټه ورکړي اخلي۰ او دا مشتريان ددې واقعيتونو څخه خبر نه وه ، چی ددوي په پيسو باندي په غير قانوني ډول کوم درغلګران په ډوبي کي عياشي او نوري معاملي مخ ته بيايي ۰ ولي اوس چی په دې حقيقت باندي خلک خبر سول ، ځکه نو په افغلنستان کي دکابل بانک ډير شمير مشتريان ددې بانک ومختليفو څانګوته په قطارونو دريدلي ،او دخپلو نقدي سهمونو دايستلو په تلاش کي سول ، چی نيژدي ددوو ورځو په جريان کښي (۱۸۰ ) ميليونه ډالره دکابل بانک څخه ايستلي او دخپلي خوښي وامن ځايونو ته يي انتقال کړل ۰ چی دخلګو ددغه ويري دا لړي اوس هم ادامه لري ۰
اوس نو سوال داسي رامنځ ته کيږي چی ايا نړيوال مالي او اقتصادي بحران نن ددې بانک وځپلو ته ځان نيژدي کړي دي ، او که دکابل بانک درهبريو درغليوستر رول بازي کړي دي ؟
 ولي زه به دځينو واقعيتونو په ليکلو سره ددې سوال و ځواب ته لږ څه ځان ور نيژدي کړم ۰ هغه داچی لومړي بايد ووايو، چی په افغانستان کي دامريکايي يرغل سره سم يو شمير مسلکي اقتصادي جنايتکاران ځیني دملي تجارانو او ځيني بيا دتيکنوکراتانوترنامه لاندي ودې جنګ ځبلي هيواد ته راننوتل ۰ او نيژدي ددې نهو کلونو په موده کښي يي وکړايسواي ، چی دداخلي لويو بشري او اقتصادی جنايتکارانوپه لاس نيوي سره نيژدي دهيواد ټوله اقتصادي عرصي ( منقولي او غير منقولي ) ديرغلي ځواکونو دشتون په زور تر خپلي قبضي لاندي راولي ۰ چی په دې عرصه کي ددوي سره دافغانستان فا سدي اداري ځکه ډير ستر رول ولوباوه ، چی دا فاسده اداره هم نيژدي (۹۵ فيصده ) ددغسي فاسدو تيکنوکراتانو ، بشري او اقتصادي جنايتکارانوڅخه جوړه ده ۰ ولي خوشبختانه ديرغل په وړاندي ملي مقاومت ددوي دجنايت څخه ډکودرغليو دفعاليت ساحه تر ډيره حده ور محدوده کړي ده ، هغه داچی ، اوس دوي يوازي په ښاری او په نيژدي کليوالي سيمو کي خپلو درغليو ته ادامه ورکوي ، کوم چی امنيت يي يرغلي ځواکونو نيولي دي ۰ ځکه نو دوي په دې اتو کلونو کښي وکړايسواي چی دملت دشتمنيو لويه برخه چی ددې جملي څخه ويلايسو چی دوطن په ګوټ ګوټ کښي يو شمير ( توليدي تصدیګاني ، هوټلونه ، کوچني معدنونه په ميليونونه هيکتاره زراعتي او مسکوني مځکي او ډير شمير تفريحي پارکونه ) په خپلو ناروا قبظو کي راولي ۰ ځکه نو داسي ډلي ټپلي په دې فکر کي هم وي ، چی په داسي يو هيواد کي چی هغه ولس يي ديرغل تر سيوري لاندي شپي او ورځي تيروي ، او واکمنان يي دقانون څخه په خپله ګټه ديوي تيري توري په حيث استفاده کوي ، څنګه کولايسي چی دخلګو دجيبو پيسي هم په ډير چل او چم سره خپلو جيبونو ته واچوي ،او خپلي غير قانوني معاملي په وکړي ۰ چی ښه مثالونه يي په افغانستان کي ديرغل په دې څو کلونو کښي د۱۵ خصوصي بانکونو رامنځ ته کول دي ، چی ديو شمير دولتي واکمنانو دپټو پيسو دچلند له پاره يي هم ښه زمينه برابره کړه ۰ چی ددي جملي څخه يو هم دکابل بانک دي چی د تيري هفتي راهيسي دډيوالي کيدو پر لوري باندي درومي ۰ ولي ددې بانک دډيوالي کيدو دمخ نيوي له پاره کرزي هم په ډير صداقت او جرائت سره وکابل بانک ته خپل د کومک ځګر وټکاوه ۰ په داسي حال کي چی دواشنګټن پوست دتازه ليکني په حواله چی ليکي ، د کابل بانک ریس دافغانستان په هغو له درغلیو ډکو انتخاباتو کې چې داسد میاشتې په ۲۹مه تر سره شول د حامد کرزي مالي ملاتړ وکړ او د کابل بانک یو شریک د حامد کرزي مشر ورومحمود کرزی او بل شریک یې د ولسمشر د لومړي مرستیيال ورور حسين فهيم دي ۰ او هم زياتوي چې د کابل بانک او حامد کرزي تر منځ نږدې اړیکو دې ته لاره هواره کړي چې د ملیونونو ډالرو په ارزښت د کابل بانک پیسې د حامد کرزي د کورنیو د غړو او نورو ملګرو له لوري د دوبۍ د ښکلو او مستریحو کورونو په اخیستلو مصرف شي ۰.
په داسي حال کي چی دا ورځپاڼه دکابل بانک درئیس فیروزي له قوله لیکي چې وايي دهغه شریک شیرخان فرنود په دوبۍ کې په جایدادونو باندي ۱۶۰ میلیونه ډالره لګولې دي ۰ او واشنګټن پوست دفبروري په ۲۲ مه ګڼه کي داسي لیکي ، چې د دوبۍ د ملیکتونو د ثبت په دیتا بیس کې دا هم راغلي چې فرنود او د هغه د بانک شریکانو د دوبۍ په ریل ستیت کې ۱۵۰ ملیونه امریکايي ډالره په کورنو او سوداګریزو ودانیو پانګی کړي دي۰ په داسي حال کي چی دافغانستان د بانکداري دقانون پر اساس خصوصي بانکونه دا حق نه لري چی دافغانستان د سياسي قلمرو څخه دباندي دخلګو په پيسو باندي معاملي تر سره کړي ۰
ولي د افغانستان د مرکزي بانک ریس عبدالقدیر فطرت بيا په ډيره بي شرمانه ډول سره واشنګټن پوست ته داسي ويلي دي : چې زمونږ مامورینو په ډیره دقیقه توګه د هغه څه په اړه چې مونږ ورته په دوبۍ کې د خصوصي بانکونو له لوري د سرمایه ګزارۍ آوازې وایو پلټني وکړې خو متاسفانه چې تر اوسه زمونږ ټیمونو هیڅ هم ندي موندلي ۰ دماليي وزیر هم بيا په يوه خیري ناسته کي دکابل بانک په اړه دغه ټولي اوازي په بشپړه توګه غلطي ، دروغجني او هسي جوړي شوي خبري دي ۰ هغه دا خبره هم بې بنسټه او تشه یوه آوازه وبلله، چې کابل بانک خپلې پیسې له هیواد څخه دباندې باسي ۰ په داسي حال کي چی دکابل بانک رئيس دبانک څخه دپيسو ايستلو او په ډوبي کي دتعميراتو په خريداري باندي په داسي حال کي اعتراف کوي ، چی دماليي وزير او دافغانستان بانک رئيس بيا په ډيره سپين سترګي دخلګو څخه هرڅه پټوي ، په واقعيت کي دانو ددوي دپاره ډير د شرم او سر ټيټي ځاي دي ، چی دا لوړ پوړي چارواکي په څونه لوړه سطح کي دفساد او درغليوپه دفاع کي دريږي ۰ ځکه نو دولسي جرګي يو شمير ملي ګټو ته وفاداره وکيلانو ته پکار ده چی ددولت د دې غير قانوني کړونوسره دقانون په چوکاټ کي دملي ګټو په رڼا کي په قاطيعيت سره برخورد وکړي ۰او لازمه ده چی ولسي جرګه دماليي پخواني او اوسني وزير ، دافغانستان بانک رئيس وعمومي جلسي ته وغواړي اودخصوصي بانکونو دکار او دراکړي ورکړي د معاملو او په بهر کي په غير قانوني ډول دپانګو اچونو او د مسؤلو چارواکو دمسؤليت په هکله بايد دملي ګټو په نظر کي نيولو سره برخورد ورسره وسي ۰ چی په راتلونکي کي بيا دولتي چارواکي او خصوصي بانکونه داسي ددرغليو څخه ډکي کړني ونکړي ۰ او هم بايد ووايو چی دکابل بانک درهبري د څرګندونو دنه شفافيت او دپټو معاملو په اړوند واشنګټن پوست دفبروري په ۲۲ تمه ګڼه کي بيا داسي ليکلي دي : چې محمود کرزي ویلي چې ده د کابل بانک اوه اعشاریه څلور فیصده سهم په هغو پينځو ملیونو ډالرو اخیستی چې له همدغه بانک څخه یې په پور اخیستي خو د بانک د تفتیش د څانګي چارواکی ګوپال کریشنا بیا وایې چې د دوي په کتابچو کې داسي حساب نشته چې وښیې د حامد کرزي ورور د له بانک څخه پور اخیستی دي ۰
 دپورتنيو څرګندونو څخه داسي نتيجه اخيستلايسو چی د ټولو واقعيتونو سره سره اوس هم ددولت لوړ پوړي چارواکي دکابل بانک درهبري درغلي او په معاملو کي د شفا فيت نشته والي پټوي ۰ ځکه نو په جرائت سره ويلايسو ، چی د دوي مادي ګټي ورسره شريکي دي ۰ او متا سفانه دولتي چارواکو دکورنيو اړيکو له کبله ددې بانک په تاوانونو کښي ملي شتمني ور مخ ته کړل۰ چی په نتيجه کي ۲۰۰ ميليونه ډالره ددې جنګ ځپلي او غريب ولس په اور کي وسوځول سول ۰
د پورتنيو واقعيتونو په نظر کي نيولو سره
ځيني داسي پوښتني راپورته کيږي : چی آيا کابل بانک دکوم قانون او تضمين پر اساس ۹۲ ميليونه ډالره دکرزي صاحب دمرستيال ورورته ( حسين فهيم ) اويا نورو سهمدارانو ته په ميلينونو ډالره ورکړي دي ؟ آيا ددغه ۹۲ ميلينو ډالرو په مقابل کي بانک کومه ثابته سرمايه په تضمين کي اخستي ده ۰ که هغه د۹۲ ميليونو ډالرو په مقابل کي ثابته سرمايه په تضمين کي ورکړي وي ، نو سوال دادي ، چی دا ثابته سرمايه په کومو پيسو اخيستل سوي ده ۰ او يا دابانک محمود کرزي او احمد ضيا مسعود ته د۵ ،۵ ميليونو او ۲،۲ ميلينو ډالرو کورونه ورکوي ،نو دادکوم هدف دپاره دا معامله تر سره کيږي ۰ آيا داداسي هلي ځلي نه دي چی افغان ولس نور هم نا آرامه کوي ؟ په داسي حال کي چی دکابل بانک رئيس په خپلو څرګندونو داسي ويلي دې چی دې بانک تر اوس مهاله پوری ۳۰۰ ميليونه تاوان کړي دي ۰ دځينو رسنيو له مخي ددې بانک خپله اصلي سرمايه ۱۲۰ ميليونه ډالره ده ،نو په نتيجه کي دې بانک نه يوازي خپله اصلي سرمايه بلکه ۱۸۰ ميليونه ډالره يي دخلګوهم بايللي دي ۰په داسي حال کي چی دې بانک ته د خلګو ورکړل سوي پيسي و( ۱۳۰۰ ) ميليونو ډالروته رسيږي ۰ نوداسي معلوميږي چی په راتلونکي به دا بانک خپلي مشرو ع اويا نا مشروع معاملي دخلګو دپور په پيسو باندي مخ ته وړي ۰ ځکه نو که دکابل بانک درهبري سره دملي ګټو په نظر کي نيولو سره په دقت او جد يت باندي دقانون په چوکاټ کي بر خورد ونه سي ، نو ډير ژر به نور خصوصي بانکونه هم دخپلي ډيوالي ناري را پورته کړي ۰چی په دې اړوند دفبروري پر ۲۲ مه دواشنګټن پوست په ورځپاڼه کي داسي ليکل سوی دي : عزیزي بانک بنسټ ایښودونکی میرویس عزیزي هم د بانک ډیري پیسې د دوبۍ ریل ستیت ته انتقال کړې او راتلونکي یې هم نامعلومه ده.
میرویس عزیزي په دوبۍ کې د عزیزی انوسمینټ په نامه د یوې کمپنۍ مشري هم کوي چې د دوبۍ په جبیل علي کې یې د جایدادونو پر سر ډیره پانګونه کړي ده.
واشنګټن پوست لیکي چې د دوي خبریالانو غوښتل له میرویس عزیزي څخه هم د افغانانو د هغو پیسو د حرکت په اړه پوښتنه وکړي چې په افغانستان کې دننه د عزیزي بانک له لوري ټولي شوي او د دوبۍ په جبیل علي کې په کورونو او لوړ پوړیزو ودانیو بندي دي، خو د میرویس عزیزي زوی فرهاد ورځپاڼي ته ویلي چې پلار یې ډیر مصروف دی ۰ نوپه نتيجه کي ويلايسو که دا چارواکي هم داسي ددرغليو په دفاع کي روان وي ، نو حتمي ده چی خصوصي بانکونه به يو په بل پسي دډيواليتوب ږغونه پورته کوي او بيا به هغو ته هم دبيت المال څخه دکرزي صاحب په امر پيسي ورکول کيږي ۰
 تمت باالخير
اخځ : دبينوا ويب پاڼه
 : دافغان جرمن انلاين
 : امريکا ږغ ويب پاڼه