کور / رسنۍ / د (نن افغانستان) ۴مه ګڼه د چاپه راووته

د (نن افغانستان) ۴مه ګڼه د چاپه راووته

دنن افغانستان اسلامي، ادبي او معلوماتي ټولني ځوانان دلوی او مهربانه خدای په مرسته پدې وتوانېدل چي دنن افغانستان مجلې څلورمه ګڼه هم دچاپه راوباسي. نن افغانستان مجله دپښتو مجلوپه منځ کي هغه ځانګړې مجله ده چي په يوخاص نوښت او تګلاري سره لکه دکمپيوټر خاص مهارتونه، ساينس او ټکنالوجي او پردې سربېره د نړۍ دنوي اختراع سوي ټکنالوجۍ په اړه ولراو بر افغانانو ته معلومات وړاندي کوي.

نن افغانستان مجلې سياسي، ادبي اوتفريحي مضامين هم له نظره ندي غورځولي، دنن ټولني ريس او بنسټګر انجينر سيد حبيب شاه (تړون) دنن ټولني په يوه خبري ناسته کي دنن افغانستان مجلې مسؤل مدير ذکي محمد (واصف) ته په لارښونه مينوالو ته ډاډ ورکړ چي دمضامينو دنوښت ګراف به نور هم لوړوي ترڅو دافغان ځوانانو دذهني پياوړتيا او دټکنالوجۍ دکاروني سره پوره مرسته وکړي.

نن افغانستان مجله دافغانستان په دوه ديرش ولايتونو کي دکتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کېدلای سي.

دسرلوړي او اباد افغانستان په هيله