کندهار: کېبلي شبکو خپلي خپروني ځنډولي

34 | سپتمبر 9th, 2010


په کندهار کی کیبلی شبکو وروسته له هغه خپلی خپرونی بندی کړی چی تیره شپه شاوخوا لس نیمی بجي دیادو شبکو دمرکزی څانګی و مخته چاودنه رامنځته سوه.
پیښه دهغه چاودیدونکو توکو له امله رامنځته سوه چی په یوه تلویزیون کی ځای پرځای سوی وه.
دکیبلی شبکو دمسولینو په وینا چی دچاودنی موخه د دوی مرکزی دفتر و .
یاد مسولین زیاتوی چی په چاودنه کی دوی ته کوم زیان نه دی اوښتی خو خپرونی به یې تر هغو بندی وی چی د امنیت له اړخه ډاډمن سوی نه وی .
یادو کیبلی شبکو له ۲۰۰۲ کال راهیسی په کندهار کی خپرونی کولې، چی دیو شمیر تفریحی چینلونو ترڅنګ یی زیات شمیر خبری خپرونی هم لیدونکو ته وړاندی کولې.
یاده دی وی چی تر دی دمه دبرید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم ځای چارواکو په دې اړه څه ویلی دي .

Copyright Larawbar 2007-2024