کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ډيرويو لوېديځو ورځپاڼو په خپلو نننيو مقالو کي په افغانستان کي له اداري فساد سره مبارزه او د نړېوالو ځواکونو د وتلو ته اشاره کړې. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وينا، که په افغانستان کي د اداري فساد مخه ونه نيول سي ، نو د نړېوالو علاقه ورځ تر بلي له افغانستان سره کميږي.
واشنګټن پوسټ :
واشنګټن پوست ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې، په افغانستان کي د اداري فساد په اړه يو مضمون ليکلي او په يوې برخي کي يې راغلي، له افغانستان څخه د سترې سطحې اداري فساد د خبرونو په خپريدو سره د ناټو غړيو هېوادو کي د افغانستان له جګړې څخه ملاتړ ورځ تر بلي کميږي.
ورځپاڼې د ناټو د عمومي منسي اندريس فوګ رازموسن خبره راخيستې، چي وايي، له جمهور رئېس کرزي سره يې څو ځلې دا مساله ياده کړې او ورڅخه يې غوښتي چي رشوت او اداري فساد دې له منځه يوسي.
د ښاغلي رازموسين په وينا، د اداري فساد او رشوت له وجې په خلکو کي د حکومت اعتبار کميږي او که ولس په حکومت او بهرنيو ځواکونو بې اعتباره سي نو د وسله والو مخالفانو په ضد مبارزه هم له ستونزو سره مخامخ کيږي.

واشنګټن پوسټ ليکي، د جمهور رئېس کرزي او حکومت لپاره ډېره ضروري ده، چي د اداري فساد په ضد مبارزه جدي او اغيزمنه کړي .

کريسچن ساينس مانيټور:
کريسچن ساينس مانيټور، ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کي د، “په افغانستان کي د عسکرو کمولو ستراتيژۍ مقصد، د ځواکونو د دندو بدلون او حرکت دي، له افغانستان څخه د عسکرو ايستل يې هدف نه دي” تردې سر ليک لاندي يوه مقاله ليکلې او په يوې برخي کي يې ليکي:
د امريکا جمهور رئېس بارک اوباما چي له افغانستان څخه د عسکرو د ايستلو د پيل په اړه کومه نېټه په ګوته کړې، زيات بحثونه ورباندي شوي دي، خو پوځي چارواکو په روانې اوونۍ کي وويل، لومړي بايد په افغانستان کي د عسکرو کمولو ستراتيژي تعريف او تشريح سي .
کريسچن ساينس مانيټور ورځپاڼه ليکي، د ناټو عمومي منسي په دې نظر دي چي د انتقال ستراتيژي له افغانستان څخه د عسکرو د ايستلو ستراتيژي نه ده.
ورځپاڼې د پوځي کارپوهانو په حواله دا هم ليکلي، ناټو په افغانستان کي د پوځي روزونکو له کمښت څخه شکايت کوي او دا به څنګه ممکنه وي، چي د راتلونکي عيسوي کال تر نيمايي پورې د افغانستان ملي پوځ او ملي پوليس د امنيتي چارو مسوليت اخيستو ته چمتو سي .
ورځپاڼه زياتوي، که د افغان ځواکونو د توان ډاډ حاصل نه سي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه پښې سپکي کړي، دا کار به داسې يو مصيبت رامنځ ته کړي، چي ليرې پراته هيوادونه به يې هم له ضرره په امان کي پاتې نه سي .