کور / تازه خبرونه / کندهار : په يوه چاودنه کي دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کندهار : په يوه چاودنه کي دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ د ماين په يوه چاودنه کي دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه د ماين چاودنه په ارغنداو ولسوالۍ کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله يو پلار او زوى پر يوه ښخ سوي ماين وختل . د خبرپاڼي په حواله چي د دې چاودني په پايله کي پلار ځاى پر ځاى وژل سوى او زوى يې د درملني په موخه روغتون ته بېول سوى . په خبرپاڼه کي د دې بريد پړه پر وسله والو طالبانو اچول سوې ده خو طالبانو په دې اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي .