کور / تازه خبرونه / زابل : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو

زابل : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په زابل ولايت کي يې د طالبانو يو قوماندان چي طالب جنګياليو ته يې وسلې ، پيسې ، چاودېدونکي توکي او نوري اسانتياوي برابرولې نيولى . د خبرپاڼه په حواله چي نوموړى يې په يوه موټر کي د شپې په يو لړ عملياتو کي نيولى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوپه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .