کور / تازه خبرونه / کندهار:دټليفون 2 ټمبې وويشتل شوې

کندهار:دټليفون 2 ټمبې وويشتل شوې

دګرزنده تليفون ديوه شخصي شرکت دوه ټمبې چې يوه يې په خاک چوپان سيمه کې وه اوبله يې په ميوند ولسوالي مې وه وسله والو ويشتلي دي . دادروښان ګرزنده تليفوني شرکت انتنونه دي چې دامهال يې پوښښ دهيواد په تقريباً32 ولايتونو کې دى . ددغه شرکت يوه چار واکي لراوبر ويپاڼي ته وويل چې دټليفون ستنې يې ويشتل شوې خو کارکوونکو ته يې تاوان نه دى اوښتى . دشرکت دغه چارواکي چې خپل نوم يې نه ښودى وويل چې دبريد کوونکو په اړه مالومات نه لري . تردامهاله لا کومي ډلي ددغه بريد پړه نه ده منلې . دالومړى ځل نه دى وړاندي په غزني ولايت کې دشخصي شرکتونو پر تليفوني ستنو بريدونه شوي وو.