کور / تازه خبرونه / کندهار :پوليسو يوځل بيا يو تنکى ځوان وواژه

کندهار :پوليسو يوځل بيا يو تنکى ځوان وواژه

دکندهار امنيتي پوليسو ددغه ښار په ښکارپر دروازه کې دپاتاو پر غاړه 17 کلن ادريس په ګوليو وويشتو او  ځاى پر ځاى يې ووژلو . ادريس دځينو نورو دوستانو سره يوځاى په موټر کې سپور وو چې پوليسو ډزي ورباندي وکړې .موټر چلونکى او نور ملګري يې له ډزو څخه بچ شوي دي .پوليسو لا تر اوسه په دې اړوند خپل غبرګون نه دى ښودلى خو تقريباً يوه مياشت  وړاندي هم په دغه سيمه کې پوليسو يو ولسي وګړى وژلى وو او دهغه دوژنې په تور ديوه پوليس قوماندان په ګډون يو بل پوليس هم نيول شوي وو چې دوسيه يې په محاکمه کې ترپلټنو لاندي ده .