کندهار:نړۍ والو ځواکونو ولسي وګړى په ګوليو وويشت

34 | فبروري 16th, 2008


دکندهار ښار په ازر جي بابا سيمه کې نن سهار دافغانستان پر وخت پر7 بجې او 30 دقيقې نړۍ والو ځواکونو يو ځايي اوسېدونکى په ګوليو وويشتو اوځاى پرځاى يې ټپي کړ . دغه کس چې عمر يې خورا زيات وو او سپين ږيرى سړى ښکارېدو تر ويشتلو وروسته بېرته نړۍ والو ځواکونو له ځان سره بوتلى او نوريې دژوند په اړه مالو مات نشته . په مجموع کې نړۍ وال ځواکونه تر ويشتلو وروسته ټپي کسان له ځان سره بيا يي او درملنه يې کوي . تېره اونۍ هم نړۍ والو ځواکونو دکندهار ديوه سيمه ييزه کامي مشر زوى په ګوليو وويشت او ټپي يې کړ. پوليسو او نړۍ والو ځواکونو دننۍ پېښي په اړوند لا تر اوسه څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024