کور / راپور / د احمد شاه بابا مينې خلګو په مورنۍ ژبه…

د احمد شاه بابا مينې خلګو په مورنۍ ژبه…

د لوی احمدشاه بابا مزار


د احمد شاه بابا مينې خلګو په مورنۍ ژبه د زده کړو غوښتنه وکړه



پرون جمعه د سلواغې 26 مه ( د فبروري 15 ) نېټه د احمد شاه بابا مينې په سلګونو اوسېدونکو د نهم بلاک په جامع جومات کې د مورنۍ ژبې په اړه  يوه لويه غونډه وکړه .



غونډه چې د کابل پوهنتون استاد پوهاند لطف الله ساپي له خوا چلول کېده ، د مولوي صاحب حضرت ګل له خوا د قرآن پاک د سپېڅلو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه . تر تلاوت وروسته استاد لطف الله ساپي د غونډې په موخو رڼا واچوله .



مولوي زين العابدين د غونډې لومړی وينا وال و ، چې د اسلام له نظره يې د مورنۍ ژبې پر اهميت او حيثيت رڼا واچوله . مولوي صاحب وويل ، چې په اسلام کې تعصب نشته او الله تعالی انسانان د يوبل د پېژندو او توپير په موخه ډلې او قبيلې او له بېلا بېلو ژبو سره خلق کړي . په خپله ژبه خبرې کول د خلقت تقاضا ده او هغې ته بايد د تعصب په سترګه ونه کتل شي او هر چاته په خپله ژبه د وينا او زده کړې حق ورکړل شي . ده زياته کړه ، چې پروسږ کال به موږ د خپلو ماشومانو لپاره د دوی سبقونه په فارسي ويل او بيا به موپه پښتو ورته ژباړل .



تر مولوي صاحب وروسته په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي ډاکتر عبدالکبير رنجبر وينا وکړه او ويې ويل ، چې د اساسي قانون له مخې دولت مکلف دی د ټولو ژبو ودې ته پاملرنه وکړي او دژبې بنسټ معارف دی ، نو بايد دولت د هرې ژبې ويونکو ته په معارف کې د دوی په مورنۍ ژبه د زده کړې شرايط برابر کړي .



بل وينا وال ډاکتر سميع الله ستانکزی و ،هغه وويل ، چې د مورنۍ ژبې لپاره موږ د قرقين صاحب د وزارت له وخته هلې ځلې پيل کړي ، په هغه وخت کې مو د پوهنې وزارت ته عريضې وکړې او له نهو مياشتو وروسته احمد شاه بابا مينې ته د څېړنې په موخه يو هيأت راغی او له خلکو يې ټول پوښتنه  وکړه ، چې پايله يې د اکثريت خلکو له خوا په پښتو ژبه د زده کړې غوښتنه وه . د پوهنې وزارت له وهغه وخت راهيسې ژمنه کړې ، خو تر اوسه يې په رښتيني مانا نه ده عملي کړې ، په ښوونځيو کې کتابونه نشته ، استادان نشته او کافي ښوونځي نشته .



تر ډاکتر صاحب وروسته فاروق مزاروال د مورنۍ ژبې په اړه يو شعر ووايه او بيا الحاج وکيل عبدالخليل له احساساتو ډکه وينا وکړه . هغه د وکيل صاحب رنجبر د دې خبرې په ځواب کې ، چې پښتنو بايد دواړه رسمي ژبې زده وي وويل ، دا امتحان موږ د وخته ورکړی چې تعصب نه لرو او دواړه ژبې مو زده دي . کومه حوصله او برده باري ، چې موږ لرو بايد نور يې هم ولري ، خو له بده مرغه زموږ له برده بارۍ سؤ استفاده کيږي ، ژبه مو توهين کيږي او مخه يې نيول کيږي . ده زياته کړه ، چې څوک مورنۍ ژبې ته درناوی نه لري خپلې مور ته درناوی نه لري او هغه څوک به قام ، وطن او اسلام ته څنګه خدمت وکړي . څوک ، چې د بل د ژبې ضد وي هغه خاين دی ، خو زما مور او پلار پښتانه دي ،هغوی راته ګران وو او ژبه يې راته ګرانه ده او زه مکلف يم ، چې دا ژبه وساتم . هر هغه څوک ،چې له موره زېږېدلی او مور ورته ګرانه وي ، دا ژبه حق ورباندې لري .



بل وينا وال ولسوال بازمحمد و ، چې د کابل په پوهنتونونو کې يې د مورنۍ ژبې په اړه معلومات ورکړل . ده وويل ،هر مسلمان يا مؤمن چې د ځان لپاره څه خوښوي او د بل مسلمان لپاره يې نه خوښوي د هغه ايمان نيمګړی دی ، نو څوک چې د ځان لپاره ژبنی حق غواړي او د نورو مخه نيسي هغوی سم مسلمانان نه دي . د ده په وينا سره له دې ،چې د کابل په پوهنتونونو  کې تر 50٪ زيات محصلين پښتانه دي ، خو دوی نه شي کولی په خپله مورنۍ ژبه زده کړې ترسره کړي او هغه پښتانه چې له ولايتونو څخه کابل پوهنتون ته راځي په لومړيو دوه کلو کې د ژبنيو ستونزو له امله ډېر تلفات ورکوي او هغوی ، چې بريالي کيږي ، هغوی هم د کدر نمرې نه شي پوره کولی . ده غوښتنه وکړه ، چې په پوهنتون کې بايد لکچر يا لکچر نوټ په پښتو ژبه وي او د کدر لپاره په دواړو رسمي ژبو پوهېدل د معيار په توګه وټاکل شي ، که نه موږ به پوهنتون ته د خپلو بچو په استولو فکر وکړو .



وروسته معلم صاحب محمد اعظم خان وينا وکړه اوپه ښوونځيو کې يې د شته ستونزو په هکله خبرې وکړې . ده وويل ، چې زده کوونکي خو پر ځای پرېږده ، ښوونکي هم له فارسي سره ستونزې لري او يو مثال يې ورکړ ، چې يوه ښوونکي د دري دا جمله ( افغانستان خانهء من است او خانهء من در اسيا است ) خپلو شاګردانو ته داسې ژباړلې وه : « افغانستان زما کور دی او زما کور په ژرنده کې دی . »



تر معلم صاحب وروسته استاد معراج الدين د ژبپوهنې له نظره د مورنۍ ژبې په ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل ، چې ژبني مخرجونه معمولاً تر اوه کلنۍ پورې په ماشوم کې جوړيږی ، خو کله چې په ښوونځي کې له بلې ژبې سره مخ شي په ډېر کړاو سره زده کړه کوي .



بل وينا وال ښاغلی عليشاه وويل ، چې زده کړه څلور بنسټونه لري ، چې ښوونځی ، ښوونکی ، زده کوونکی او درسي مواد دي ، خو له بده مرغه دلته زده کوونکي شته او نور بنسټونه نشته . ترده ورسته ښاغلي ميرويس د مورنۍ ژبې په اړه له احساسه ډک شعر واوراوه  او بيا ډاکتر علي احمد د طب له نظره د مورنۍ ژبې پر  اهميت خبرې وکړې . ده وويل ، که چېرې له اوه کلنۍ وروسته ماشوم اړ کيږی ، چې په نا مورنۍ ژبه زده کړې وکړي هره ورځ له اروايي ځور او ستونزو سره مخ وي او دا ځور په تدريج سره کېدای شي په فزيکي ناروغيو واوړي .



بل ويناوال وکيل بازمحمد وويل ، چې په نوروهېوادو کې قانون د اکثريت په ژبه ليکل کيږي ، خو دلته زموږ ماشومانو ته په خپله ژبه د زده کړې حق هم نه ورکول کيږی . ده وويل ، چې اصلاً د تعصب ځواب تعصب دی ، خو موږ دا کار نه دی کړی .


د پلچرخي لېسې زده کوونکی حيات الله د غونډې بل وينا وال و ، چې په ښوونځي کې دخپلو ژبنيو ستونزو په هکله يې خبرې وکړې . حيات الله وويل ، چې کله زه ښوونځي ته لاړم ، ښوونکی زما په ژبه او زه د ښوونکي په ژبه نه پوهېدم ، زما ژبه په لوست نه ګرځېده او ټولګيوالو به راپورې خند ل او ما به د کمترۍ احساس کاوه . زماکشر ورور هم له همدې ستونزې سره مخ دی . ده له مشرانو او چارواکو څخه غوښتنه وکړه ، چې دوی ته په خپله مورنۍ ژبه لوست ورکړل شي .


تر ده وروسته يو بل زده کوونکي هم دخپل ښوونځي کيسه وکړه او ويې ويل ،چې خپلې لومړنۍ زده کړې مې په هجرت کې پيل کړي وې ، خو کله چې هېواد ته راستانه شوو او ښوونځي ته لاړم نو هلته مې نا اشنا ژبه واورېده حيران شوم ، چې دانوې ژبه زر زده کړم که نوی لوست . پلار مې په حق رسېدلی و ، مور مې ورباندې  نه پوهېده او چې له استاد نه مې پوښتنه وکړه راته يې وويل : چرا دري رانمې فهمي ؟ همدا و ،چې په ازموينه کې ناکام شو . ناکامۍ ډېر مأيوسه کړم او پر ځان مې باور مې له لاسه ورکړ ، مور مې هم په ډاګ ډاګ لګېده ، چې زما ټولې هيلې دې ووژلې .


ترهغې وروسته انجينر سمندر هوتک يو خوږ شعر واوراوه او په پای کې ښاغلي عبدالمتين ساپي د غونډې پرېکړه ليک ولوست .، چې د ټولو ګډون کوونکو له خوا تصويب شو .


په پرېکړه ليک کې راغلي ، چې د 1386 کال د کب په مياشت کې بايد د هېواد په ټولو ښوونځيو کې د ژبې پر بنسټ يوه کره احصايه واخېستل شي او له مخې يې د هرې ژبې ويونکو ته د هغوی په مورنۍ ژبه د زده کړې چاپېريال برابر شي . همداراز دې د کابل په پوهنتونو کې لکچر يا لکچر نوټ خامخا په پښتو ژبه وي او د پوهنتون په کدر کې د راتګ لپاره دې په دواړو رسمي ژبو پوهېدل د شرط او معيار په توګه وټاکل شي .