کور / تازه خبرونه / اعلاميه : پوره نهه کاله وطن د 11/9 د انتقام په لمبو کښي سوځي

اعلاميه : پوره نهه کاله وطن د 11/9 د انتقام په لمبو کښي سوځي

لر او بر ته دسپتمبردپیښې دنهمې کلیزې په مناسبت د طالبانو اعلامیه رارسېدلې چی متن یې په لاندی ډول دئ :

دسپتمبردپیښې دنهمې کلیزې په مناسبت داسلامي امارت اعلامیه

نهه کاله کیږي چې افغانستان دسپتمبر دپیښې دانتقام په پلمه دامریکايي یرغلګرودیرغل په لمبوکې سوځي.
په تیرو(۹) کلونوکې ددغه وحشیانه یرغل په ترڅ کې په زرګونوبیوزله افغانان دامریکايي یرغلګروپه لاس شهیدان،زخمیان،بندیان اودکورنوپریښودلوته اړیستل شول .
بالمقابل ددغه ناروا تیري دمقابلې اودمسلمانوافغانانو دمقدس اسلامي جهادپه ترڅ کې په زرګونو امریکايي اودهغوئ نورایتلافیان هم دمجاهدینو له خوا دخپل نارواعمل په جزاورسول شول ،ژوبل شول اودسلګونو ملیارده ډالره په اندازه مالي تاوانونه ورواړول شول.
خو دطرفینو له دغو ټولو بشري اومالي تلفاتوسره سره لاهم امریکایان لګیادې دخپلې هماغې ناموجهې پلمې له مخې دافغانستان داشغال په جاري ساتلو او ددغې نه ګټونکي جګړې په اوږدولوسره هم دځان اوهم دبیوزله ولسي افغانانوتباه کولو اوځورولوته ادامه ورکوي.
په افغانستان باندې دامریکایانوله (۹) کلنې بي نتیجې جګړې وروسته هغوئ هیڅ داسې څه ترلاسه نکړای شول چې هغه دې دسپتمبر دحادثې دقربانیانو په ګټه تمام شي ؛بلکې دسپتمبر دحادثې دانتقام په پلمې چې کومه پالیسې دسپینې ماڼۍ دیرغلګروچارواکو له خوا غوره کړای شوه هغه یواځې په افغانستان کې نه بلکې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې ددغسې سلګونو نوروخونړیو پیښودپیښیدولامل وګرځیده .
دهمدغې غلطې پالیسې له وجې دنړۍ په هرکونج کې دامریکايي تبعه لپاره امریکايي توب خطروګرځیدو ،دامریکاپه داخل کې امریکايي ولس دیوه با امنه ژونددکولو له نعمت نه بي برخې کړای شو ، دهغوئ کورونه ،دهغوئ ښارونه،دهغوئ دفترونه ، دهغوئ هوايي ډګرونه اودهغوئ پوځې بارکونه ددوئ لپاره دجګړې په میدانونوبدل شوي ، په هیځ ځای کې هغوئ دسکون اوارامي احساس نشي کولای اوپه دغوهرڅه سربیره هغوئ دنړۍ په کچه دیرغلګرو اوتیري کوونکوپه صفت هم وپیژندل شول.
کومه جګړه چې دوئ دسپتمبر دپیښې دغچ اخیستنې په نوم دپیښې له ځايه په زرګونوکیلومیټره لیري په افغانستان کې پیل کړه هالته هم دهماغې جګړې دناروا والي له امله له مطلق شکست سره مخ دي ؛داسې شکست چې نیږدي ده دټولې امریکايي امپراتوري دله منځه تللو په قیمت ورته تمامه شي.
کوم نړیوال ایتلافي انډیوالان چې دوئ د دغې جګړې په پیل کې له ځانه سره ملګري کړي ول هغوئ اوس نور دواقعیتونوپه درک کولوسره لګیادي له افغانستان څخه دخپلو ځواکونو په ایستلو سره ځان له هغوستونزوخلاصوي کوم چې امریکایان ورسره لاس اوګریوان دي.
امریکايي سربداله چارواکي د دې په ځای چې له دغې جګړې څخه دوتلو په معقولو لاروچارو غور وکړې لا د داسې طرحو په عملي کولو اصرارکوي چې هغه هم په امنیتي اوهم په سیاسي اواقتصادي لحاظ دافغانستان اودټولې سیمې اوهم په خپله دامریکا لپاره دسیاسي،اقتصادي او امنیتي بي ثباتي لامل ګرځي .
دسپتمبر له پیښې له (۹) کلونوتیریدلو اودامریکایانو له لوري د ټولو جګړه ایزو لاروچارو ترعملي کولو وروسته نورهغوئ په افغانستان کې دسولې راوستلو چانس له لاسه ورکړی .
هغوئ ته اوس یواځې یوچانس پاته ده اوهغه داچې بي له کوم قید اوشرطه له افغانستان څخه خپل قوتونه وباسي .له افغانستان څخه په وتلوکې ځکه هغوئ دقیدونو اوشرطونوښودلو حق نه لري چې له یوې خوا یې افغانستان ته راتګ په نامشروعه طریقه وو اوله بلې خوا يي په هماغه نامشروعه یرغل کې مطلق شکست هم خوړلی .له‍ذا اسلامي امارت دسپتمبردحادثې دنهمې کلیزې په مناسبت یوځلي بیا امریکايي چارواکوته له دغه یوازني چانس څخه دپروخت استفادې کولو توصیه کوي ،هغوئ باید نورداسې فرصتونه ضایع نه کړي اوله افغانستان څخه دخپلو ځواکونو په بي قید اوشرطه ایستلو سره هم خپل ځان ته له هغه برخه لیک څخه نجات ورکړي له کوم سره چې تردوئ له مخې انګلیسي اوشوروي یرغلګران مخامخ شوي ول اوهم نور له دغې لارې څخه افغاني ستونزمنې لانجې ته دپای ټکی کیږدي.
دافغانستان دراتلونکي برخه لیک ټاکل اوپه هغه کې دافغانانوپه لاس دیوه خپلواک مقتدر اسلامي نظام قائمول دافغانانو مشرع حق دی ، اواسلامي امارت دهمدغه حق حقدار ته دسپارلو په منظور دیرغلګروپه مقابل کې جهادپیل کړی ،اوترهغوپوري به دغې مقدسې شرعي وظیفې ته دوام ورکوي ترڅو فتنه (یرغلګران) له افغانستانه ورک او په ځای یې اسلامي حاکمیت نافذ کړي.
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۱/۱۰/۲ـــ ۲۰۱۰/۹/۱۱


وېډيو :