کندهار: په ژړی ولسوالي کی لس تنه وسلوال طالبان ووژل سول

34 | سپتمبر 12th, 2010


دکندهار ولایت دمطبوعاتی دفتر څخه په رارسیدلی خبرپاڼه کی راغلی چی دایساف ځواکونو په هوایی عملیاتو کی ۱۰ تنه وسلوال طالبان وژل سوی.
خبرپاڼه لیکی چی پیښه نن غرمه مهال شاوخوا یوه بجه دکندهار د ژړی ولسوالی په سنځری سیمه کی رامنځته سوی.
یاده دی وی چی تیره ورځ هم په همدی سیمه کی ګډوځواکونو په خپلو چاڼيزوعملياتوکي دلسو تنو وسلوالو طالبانو دوژل کیدو خبره کړی وه.
خو دوسلوالو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی دا ریپوټونه رد کړه او وایی چی په یادو عملیاتو کی وژل سوی کسان ټول ملکی وګړی دی.
خو دننی پیښی په اړه تر دی دمه وسلوالو طالبانو خپل غبرګون ندی ښودلی.

Copyright Larawbar 2007-2024