کور / تازه خبرونه / زابل: د عملياتو په ترڅ کي ۱۳ وسله وال نيول سوي دي

زابل: د عملياتو په ترڅ کي ۱۳ وسله وال نيول سوي دي

دزابل دشاه جوي ولسوالۍ ولسوال عبدالقيوم نن رسنیو ته وويل چي یاد عمليات په شاجوي ولسوالۍ کي دګډو ځواکونو له خوا ترسره سوي چې په وینایی ۱۳ تنه ديو شمير وسلو او مهماتو سره يوځاي نيول شوي .
همدارنګه ولسوال زياتوي چې دعملياتو پرمهال په زياته اندازه چاوديدونکي توکي هم دګډو ځواکونو لاس ته ورغلي .
که څه هم په دي اړه وسلوالوطالبانو څه نه دي ويلي خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چي تیره ورځ غرمه مهال د زابل ولايت په نوبهار ولسوالى کي د بهرنيو سرتيرو سره په یوه نښته کي څلور بهرني سرتيري یي وژلی او په نښته کی د يوه طالب دوژل کیدو خبره کوی. .