ورځپاڼو ته کتنه

عطاالله محمدي | سپتمبر 14th, 2010


په کابل کي خپريدونکو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ځانګړو مسايلو بحث او مقالې خپرې کړي چي احمدزبير ژمن په لاندې يوه مطلب کي رانغاړلي دي .

خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼي په خپلي سرمقاله کي د ولسي جرګې راتلونکي انتخابات څيړلي دي او دا يي په افغانستان کي د ديموکراسۍ يو سمبوليک ګردش بللي.
ورځپاڼي د امريکا د حکومت د ځانګړي پلټونکي راپور ته اشاره کړې چي په کي ويل شوي د انتخاباتو بهير له سختو او ژورو ستونزو سره مخ دي.
خدمتګار د افغانستان روان وضعيت ته په کتو سره اندېښنه څرګنده کړې چي په دې انتخاباتو کي هم ښايي د جمهوري رياست د تېرو انتخاباتو درغلۍ او ګډوډۍ تکرار سي .
خدمتکار همدا راز د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د چارواکو له قوله ليکلي، چي په کندهار ولايت کي به د رايي ورکولو ۲۰۹ مرکزونه پرانيستي وي او د هر مرکز د امنيت لپاره به لس پوليسه وګمارل سي .

ملي ارمان :
ملي ارمان ورځپاڼي هم د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي.
ورځپاڼي له افغانستان نه بهر د رايي ورکولو د جعلي کارتونو د چاپېدو په اړه د څو تنو کانديدانو څرګندونې خپرې کړي چي په دې اړه يي ژورې اندېښې څرګندې کړي.
ملي ارمان د يوه بل مطلب په غټ سرليک کي د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د رئيس خبره راخيستې چي ويلي يې دي انتخاباتو ته بشپړ تياري نيول شوي دي.
ملي ارمان همدا راز خبر ورکړي چي د ولسمشر لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم چي په جرمني کي د ورپېښې ناروغۍ له امله بستر و نن کابل ته راستنيږي.

هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼي په افغانستان کي د ترهګرۍ پر ضد د روانې جګړې په اړه تبصره کړې او ليکلي يې دي، چي ترهګر بايد د افغانستان په کليو او بانډو کي نه بلکي د هغوي په اصلي ځالو کي ولټول سي .
هېواد ليکلي دي، په افغانستان کي له ترهګرۍ سره د مبارزې له نهو کلونو ورسته اوس هم ترهګر د افغانستان، سيمې او نړۍ د امنيت لپاره هماغسې ګواښ دي چي نهه کاله پخوا و.
ورځپاڼي په خپلي سرمقاله کي زياته کړې، دا په ګوته کوي چي بايد په افغانستان کي له ترهګرۍ سره په مبارزې له سره کتنه وسي .

ويسا:
ويسا ورځپاڼي په افغانستان کي د اداري فساد پر ضد د مبارزې په اړه يو مطلب خپور کړي او په دې برخه کي يې په افغانستان کي د نړېوالو ځواکونو د عمومي قومندان څرګندونې راخيستي چي ويلي يې دي، په نړېوالو قراردادونو کي دې افغانانو ته زياته برخه ورکړل سي .
ورځپاڼي همدا راز د نوموړي له قوله زياته کړې چي که چېرې د قراردادونو پيسې له څارنې پرته ولګول شي ښايي تر ډيره ترې وسله وال مخالفين او جنايتکارې ډلې ناوړه ګټه واخلي.
ويسا د خپلي نننۍ ګڼې سرمقاله د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه کښلي او هغه يي د افغانستان د راتلونکو پنځو کلونو لپاره مهم بللي.
ويسا ليکلي چي که چېرې په درغليو سره د ملت کور ته د ريښتينو استازو پر ځاي جعلي استازي راوستل شي نو د هېواد راتلونکي به له نن لا هم خرابه سي .

Copyright Larawbar 2007-2024