کور / کره کتنه / شمشاد او طلوع د فحشا په مسابقه کې

شمشاد او طلوع د فحشا په مسابقه کې

بسم الله الرحمن الرحیم

یادونه:
مخکې له دې چې په اصل مطلب پیل وکړم ددې ټکي یادونه اړینه بولم چې ما دغه لیکنه دهیچا دتوهین او سپکاوي په موخه نده کړې، نه مې د کومې خاصې ډلې په ګټه او نه هم دکوم خاص چا په ضد څه لیکلي، یوازې او یوازې هغه څه چې ماته پخپله مناسب او په زړه پورې ښکاریږی او دخپل خدای ، خلکو او وجدان په وړاندې دمسؤلیت اداکول یې بولم ، دلته یې ستاسو مخې ته ږدم تر څو ګران لوستونکي ورباندې دخپل ویښ ضمیر له مخې عادلانه او منصفانه قضاوت وکړي، که چیرې کو م ګران لوستونکی ورباندې تبصره لیکي نو په ډیر درنښت ترې هیله کوم چې په خپل ګریوان کې دې وګوري او ایمانا او وجدانا دې هغه څه ولیکي چې ددوی ضمیر یې په واقعي توګه دیوه قضاوت په توګه مني او له هرراز توهین او ښکنځلو څخه دې ډډه وکړي. مننه
دادی نن دنیکمرغه کوچنی اختر دریمه ورځ ده، او دروژې مبارکې میاشتې څخه دری ورځې تیریږي، هیوادوال یې هم هر یو دخپل توان تر بریده په مختلفو طریقو سره لمانځي، څوک په روا او مناسبه توګه په دې ورځ خوښی او خوشحالی کوي، امابرعکس ځینې نور بیا ګورو چې داختر نیکې او مبارکې ورځې په شراب خوړلو، قمار وهلو، رقص او د ډانسونو په محافلو سره لمانځي. په دې ډله کې زموږ دهیواد د مطبوعاتوونډه تر نورو بیخي زیاته وه او هر یو تر خپله وسه دومره ډانسونه ، نڅاوې، دتاجکي اوپاکستاني رقاصو ډمانو کنسرتونه برابر کړي وو چې په تیرو نهو کلونو کې یې ساری نه و. زما ددې لیکنې اصلي موخه دهغه تلویزیون له څپو څخه دنیمه لوڅو نجونو او هلکانو ګډ کنسرتونه یادول دي چې له اختر څخه تر یوه ورځ مخکې پورې یې دقرآن کریم تفسیر او ترجمه له پردې څخه خپریده ، تلاوت، تفسیر ، سیرت النبي، نعتونه ، ترانې …. ټول په نا څاپي توګه په یو ورځ کې دهغو ډمانو په سندرو، کنسرتونو ، ګډاوو او چک چکو بدل شول چې په پاکستان کې یې نور بازار سوړ شوی دی او اوس د دې بدبخته ملت دګمراه کولو په موخه تر هرکوره رارسیدلي دي.
هو ، دشمشاد تلویزیون یادوم، هغه تلویزیون چې په هر شعار کې د ملي کلتوررښتینې هنداره، دغازیانو ډګر، ستاسو دزړه آواز، دامن ډګر….یادوي، خو افسوس چې شعار او عمل یې یو نه وو. په رښتیا چې ګیله له هغه چا کیږي له چا څخه چې زیاته هیله کیږي، زموږ ګیله هم له شمشاد څخه په همدې خاطر ده، نه دکوم بل هدف او مقصد په وجه، که دطلوع تلویزیون هر څه کوي (لکه چې کوې یې هم) خو له هغو څخه موږ ګیله نه کوو بلکه همدا هیله هم ترې کیږي، لکن شمشاده ته خو زموږ دملي کلتور یوازینی ممثل وې ، ته خو زموږ دزړه آوازوې . یو متل دی وایي چې هغه چې ښه دایره (چمبه ) یې وهله ، دهغې هم اودس مات شو.باید وویل شي چې همدا نن مو دهیواد غوڅ اکثریت په وینو کې رغړي، هغه کسان چې تاسو یې دزړه آواز یاست همدا نن دغم په ټغر ناست دي، هغوی له ما او تا څخه ډانسونه او کنسرتونه نه غواړي، دهغوی ماشوم او با حجابه ښځې ستاسو دتلویزیون له پردې څخه مخ پټوي، له بلې خوا ګورو چې په همدې ورځ د نړیوال تنصیري ښکیلاک له خوا د اللهی کتاب دسوځولو ګواښ شوی وو او په پام کې وه چې نوموړی جنایت داختر په دوهمه ورځ ترسره کړي، په کار خو داوه چې تاسو دنوموړي تصمیم په اړه خپل غبرګون ښودلی وای، اوهغه مو په نړیواله سطح غندلی وای، او په دې هکله مو یو پراخ کمپاین کړی وای، زموږ خو له تاسو څخه همدا توقع وه، لکن افسوس چې تاسو په دې فکر کې وی چې له طلوع او نورو آغاخاني او رافضي شبکو څخه وروسته پاتې نه شی، خو په دې مطمئن اوسی چې پر طلوع ، امروز او نورو ټولو مو واړوله، دا ځکه چې دطلوع دډمانو یوازې چسپ او تنګ پتلونونه په تن وي، لکن هغه ډمانې چې تاسو استخدام کړې دي سرونه يې لوڅ، لیچې یې تر غاړې پورې کاملا لوڅې، غاړه یې تر سینې پورې لوڅې وي، قضاوت دې ګران لوستونکي وکړي چې په دې مسابقه کې کوم یو مخکې دی، آخر دا په کوم فرهنګ او کلتو رکې راغلي، آیا تاسو دهمدا ډول ملي کلتور نارې وهی او آیا همدا دهرافغان دزړه آواز دی، آیا دا ملي کلتور دی که پردی، که طلوع دتاجکستان فاحشې راولي او دلته یې نڅوي نو تاسو خو هم دپاکستان ټولې ډمانې ستړې کړې آن تر دې چې یوه مشهوره فلمي ممثله او رقاصه مو په تلویزیون کې ډیری خپرونې پر مخ بیایي. آیا دپښتون کلتور همدادی چې سر لوڅ، غاړه لوڅه، څنګلې لوڅې او په عام ډګر کې د سلګونو ځوانانو په مخکې سندرې ووایي او حرکات اجراکړي ترڅو هم په خپله ګمراه شی او هم دهغه ملت ځوانان چې په یوه مړئ ډوډی پسې شپه او ورځ سرګردانه دي، دتباهی کندې ته ور ټیل وهي. زه فکر نکوم چې دا ډول کلتور دې هیڅ یو افغان هم خوښ کړي، که نه یې منی نو په دې اړه یوه لنډه نظر غوښتنه وکړی چې خلک ددې ډول ملی کلتور په هکله څه نظر لري.
آیا هغه مشران، غازیان او ملي شخصیتونه چې تاسو یې عکسونه یو پر بل پسې خپروی ، کوم یود داډول ملي کلتور غوښتونکی و، آیا دې ته په رښتیا هم دغازیانو ډګر ویل کیږي، نوموړو غازیانو خو له دې ډول فرهنګ سره په کلکه مبارزه کوله. کله چې ستاسو ویاندان مخصوصا ښځینه ویاندان ګورو چې خبرونه وايي او په اسلامي او ملي جامه کې پټې وي ، او بیا څو دقیقي وروسته وګورو چې حالت کاملا برعکس شي، او دنوموړو باحجابه خویندو ځای نورې نیمه لوڅې او سرتورې نڅاګرې ونیسي، نو سړي ته دحافظ شیرازي دالاندینی شعر راپه یاد شي:
(واعظان کاین جلوه بر محراب ومنبر می کنند— چون به خلوت می روند آن کاردیگر میکنند
مشکلی دارم زدانایان مجلس باز پرس — توبه فرمایان چرا خود توبه کمتر میکنند )
که طلوع ملي ترمینالوجي نه مراعاتوي او د ایران او تاجکستان اصطلاحات کاروي، نو ته او خدای چې همدا ملي ترمینالوژي ده (زیرو ، زیرو ، ناین سیون ، ډبل ټو ….) ، آیا دا ملي تر مینالوژي ده که انګریزي ترمنیالوژي؟ قضاوت دې ګران لوستونکي وکړي.
قدرمنو:
په دې خو پوهیږی چې ستاسولیدونکي اکثریت پښتانه دي، په دې مو هم ښه سر خلاص کړی چې په دې توګه به یو لیدونکی نه یوازې زیات نکړی بلکه موجوده کسان به هم له تاسو څخه مخ واړوي، ګوری دا بد نصیبه ملت دګمراهی کندې ته مه غورځوي، خلک له تاسو څخه ډانس او کنسرت نه غواړی، بلکه پوهه، اخلاق، ادب، اسلامي او په رښتوني توګه ملی خپرونې غواړي. ګوری ځینې خلک یوازې ځان ګمراه کوي خو ځینې نور بیا ملت ګمرا ه کوي، که ستاسو دخپرونو په وجه په ملک کې هر څومره خلک په ګنا کې اخته کیږي نو دپیغمبر علیه السلام دحدیث سره سم به دټولو په ګناه کې تاسو شامل یاست.
زه دشمشاد تلویزیون له مشر ښاغلي حاجي فضل کریم فضل څخه په درناوی پوښتنه کوم چې آیا ته خپله سرمایه ددې لپاره مصرفوې چې سبا دقیامت په ورځ خدای مه کړه دټول ملت لاس وي او ستا ګریوان ، او د یو لوی شمیر ځوانانو دبې لاری مسؤلیت ستا په غاړه وي، ته خو هم یوه ورځ داخپل تلویزیون ته وګوره چې څنګه ملي او اسلامي کنسرتونه درته جوړوي.
په اخر کې له ښاغلوملا محمد اسحق نظامي ، قاضی محمد حسن حقیار او ځینو نورو هغو علماوو څخه چې په شمشاد کې ځینې اسلامي خپرونې پر مخ بیایي، غوښتنه کوم ترڅو له خپل نفوذ څخه په ګټه اخستلو سره کوښښ وکړي چي ددا ډول خپرونو مخه ونیسي اوپه دې توګه خپل دیني او ملي مسؤلیت ادا کړی.
هیله ده چې په پورتنی لیکنې سره دچا خاطر آزرده شوی نه وي

ومن الله التوفیق