کور / تازه خبرونه / راپور : د امریکا فقر خپل اوج ته ورسېد

راپور : د امریکا فقر خپل اوج ته ورسېد

اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی د ۲۰۰۹ کال لپاره به د امریکایی ټولنی د فقر بشپړ راپور یوه اوونۍ وروسته خپور سی مګر د هغه جوړونکي وایی چی دا اندازه د ۱۳٬۲ سلنی څخه ۱۵٪ ته جګه سوې ده ، یعنی ۴۵ ملیونه امریکایان د فقر په حالت کی شپې سبا کوی . په بل عبارت ، د امریکې د هرو ۷ څخه یو نفر فقیر دی او دا په تیرو پنځوسو کالو کی ( یعنی د ۱۹۶۰ راهیسی ) لوړ ترین حد ښیی چی اصلی علت یې ستر پوځی مصارف ، غلطی سپماییزه تګلاري ، انفلاسیون او زیاتېدونکې بېکاري ده چی ښایی څو لسیزی نور هم هغه خپل عادی حالت ته راو نه ګرځی .