له محمدنعيم حقمل سره خواخوږي
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چي د لراوبر د همکار محمدنعيم حقمل مور بي بي پرون د اختر پر دريمه ورځ په حق رسېدلې او د ميدان وردګو ولايت په سيدآباد ولسوالي کي خاورو ته سپارل سوې ده.
دوستان دي خبر وي چي د ارواښادي فاتحه د چارشنبې په ورځ د غرمې له يوې نيمي بجې څخه تر درو نيمو بجو پوري د کابل ښار د پنځمي حوزې په کويتي جومات کي او د ښځو فاتحه د نوي ښار د ښځو د فاتحې په سالون کي اخيستل کېږي.
د لراوبر ويبپاڼي اداره د ټولو همکارانو په استازيتوب له ښاغلي حمقل سره خواخوږي څرګندوي، ارواښادي مور ته يې د پاک خداى له درباره جنتونه غواړي، اولادونو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.