کور / اسلامي / روح څه شی ده ؟ (۶)

روح څه شی ده ؟ (۶)

روح څه شی ده ؟
(روح د اسلام له باوره)
۶

دالسجدې د سورې په ( ۱۱) مبارک آیت شریف کې راغلي دي:
«قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ »
ژباړه :(ووایه مړه کوي تاسو ملک الموت )
دلته له مړینې سره د روح کلمه نه ده راغلې
الزمر دسورې په (۴۲) مبارک آیت کې فرمايي:
«اللَّهُ يَتَوَفَّى الأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ »
ژباړه :«الله اخلي نفسونه په وخت د مرګ ددوی او هغه نفس( انسان) چې نه وي مړ( هغه راکاږی) په خوب د هغه کښې پس وساتي هغه ( نفس) چې حکم کړی پر هغه (انسان) د مرګ او بیرته رالیږي( بدن ته) هغه بل( نفس) تر نیټې په نامه شوي پوري»
یاني نفس د خوب او مړینې په وخت کې له بدنه وځي د خوبه له راوېښېدو سره سم نفس بیرته بدن ته راګرځي او د مړینې په صورت کې هغه بیرته نه راګرځي.
نو نفس هم لکه روح نه مړ کیږي بکلی ایستل کیږي خو انسان مړکیږی مګر د الله (ج)په امر سره
» نو ځکه نفس ته معنوی انسان هم ویل شوی دی
دالرعد د سورې په ( ۴۲) مبارک آیت کې راغلي دي:
«يَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ »
ژباړه:(مالوم دی الله ته هر هغه کار چې کوي يي هر نفس) هر هغه څه چې انسان کوی هغه خدای ته مالوم دی
دطه د سورې په ( ۱۵)مبارک آیت کې راغلي دي
«لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى»
ژباړه :(هر نفس ته د هغه څه چې یې کړي وي جزاورکول کیږي)
که چا بد کړي وي د خپل نفس لپاره یې کړي دي که چا بد کړي وي د خپل نفس لپاره يې کړې دي ددې مالومیږي چې حساب او کتاب له نفس سره کیږي
او همدا نفس به د خپلو کړو د عذاب په لیدو پښيمانه شي
ابراهیم د سورې په (۲۲) مبارک آیت کې راغلي دي
«وَلُومُواْ أَنفُسَكُم »
ژباړه :(ملامت کړئ نفسونه خپل)
الانعام د سورې په (۱۶۴) مبارک آیت کې راغلي دي :
«… وَلاَ تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلاَّ عَلَيْهَا وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى …»
ژباړه: ( …اونه کوی (بدی) هیڅ یو نفس مګر ( ضرر يې دی) دده پر ذمه او باورلی نشي هیڅ ګنهکاره نفس خپله ګناه پر بل نفس ( بلکی هر نفس خپل بار وړي)…)
له دې مبارکو آیتونو څخه مالومیږي چې په اخیرت کې هر انسان د خپل نفس شاهد دی او هرڅه چې د چا نفس کړي وي د هغه جزا ویني
د یاسین د سوری په (۶۵) مبارک آیت کې راغلي دی
الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ
ژباړه:(نن يي پر خولو مهر لګوو، لاسونه يي زموږ سره خبرې کوي او پښې یې او پر هغو کارونه یې چې کړي دي شهادت ورکوي)
الاعراف د سورې( ۷ مبارک)آیت کې راغلي دي
«فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيْهِم بِعِلْمٍ وَمَا كُنَّا غَائِبِينَ»
ژباړه : ( نو خامخا بیا ن په کړو موږ دوی ته (احوال) په علم سره نه یو موږ غایبان)(
یاني دا ټوله ستاسو کړه په علم سره تاسوته په اخیریت کې ښوول کیږي چې قناعت پرې وکړی .دا ټوله ښه اوبدکړه د کرام الکاتیبن لخوا په یو چپف کې ثبت کیږي چې په اخیرت کې به دا چیف نفس ته د هغه د ژوند ټوله کړه وښیي او خپل لاسونه او پښې به یی شاهدي پر وکوي.
اوس په انسان کې یوه حیاتي حجره پیژندل شویده چې د ملا تیریا شمزی په اخیر کې ده چې ویل کیږي دا حجره نه مړه کیږي نه په اور او نه په وړانګو له منځه ځې شاید په اخیرت کې انسان د همدې حجرې نه وده وکړي دا لکه د الوتکو هغه تور بکس ورته دی چې د الوتکې د دننه ټوله پېښې ثبتوي چې دلویدو وروسته ټول مالومات ښيي
دا حجره شاید د انسان تخم وی چې د شرایطو په سمېدو له هغه څخه لکه د یوې مڼې له زړی څخه مڼه را شنه کیږي انسان پیداشي نو همدا انسان د خپل نفس په کړو شاهد دی او پر هر امت بیا د هغو نبي شاهد دی .
الاعراف دسورې په ( ۳۷) مبارک آیت کې راغلي دي
«…وَشَهِدُواْ عَلَى أَنفُسِهِمْ…»
ژباړه : (شاهدي ورکوي په دوی ددوی خپله نفسونو )
دبنی اسراییل د سورې په ( ۱۴) مبارک آیت کې راغلي دي
«اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا»
ژباړه : (ولوله کتاب بس دی همدا نفس ستا نن ورځ پر تا باندې حساب کوونکی)
یاني هم همدا نفس په تا شاهدي ورکوي
د النحل د سورې په (۱۱۱)مبارک آیت کې راغلي دي:
«يَوْمَ تَأْتِي كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَن نَّفْسِهَا وَتُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ»
ژباړه : (هغه ورځ چې رابه شي هر یو نفس چې جګړه به کوی لپاره د نفس خپل او پوره به ورکړ شي هر نفس ته( جزا) د هغه عمل چې کړي يي دی)
د هغې دنیا شاهد پر نفس همدا خپله انسان دی ، نفس د خپل دنیوی کړو په بنیاد یا په دوږخ یا جنت یا برزخ کې تراخیرت پوري (د انسان ژوندی کیدو) سره د هغه سره یو ځای کیږی .
دا چې د انسان نفس ولی جنت ته ځي
د یسین د سورې په (۲۶) مبارک ایت کې داسې راغلي دي
«قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ قَالَ يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ»
ژباړه : ( جنت ته ننوځه! ویل يي ایکاش زما کام په دی پوهیدلی )
دا انطاکیه د کلی د اصحابو نکل دی کله چې مشرکانو حبیب نجار په ډیر ظلم په شهادت ورسوی نو خدای د هغه نفس ته وویل : ننوځه جنت ته! هغه ننوت جنت ته
نور بیا