کور / کره کتنه / د ښاغلي بسم الله محمدي صاحب د پام وړ

د ښاغلي بسم الله محمدي صاحب د پام وړ

دا یو څرګند حقیقت دی چې امنیت د یو هېواد اساس او بنسټ تشکیلوي او د همدغې امنیت، سولې او ارامۍ له برکته د یو هېواد وګړي کولای شي چې په خوښۍ او ارامۍ سره د ژوند چارې پر مخ یوسي او د هېواد د پرمختګ او ترقۍ سبب هم ګرځي.
دا چې په افغانستان کې دغه موضوع د افغانستان دولت او نړیوالو ځواکونو ته یو ستره ننګونه ده، ځکه چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانستان امنیتي وضعه مخ په خرابېدو ده او د افغانستان خلک ددغې وضعې د خرابېدو له امله تل اندېښمن او زورېږي.
که ولایاتو ته نظر واچوو، نو په زیاتو ولایاتو کې امنیتي وضعه بېخې خرابه ده حتی په ډېرو ولایاتو کې د ماښام له پنځه بجو نه وروسته د سهار تر مهاله ټولې مخابراتې کمپنۍ خپلې دستګاګانې بندوي چې په دغو سیمو کې میشت هېوادوال د شپې له خوا له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، په ډېرو ولایاتو کې د ماښام له اذان سره سم څوک نه شي کولای چې د ولایت له مرکزه ولسوالیو ته خپلو کورونو ته سفر وکړي او داسې نورې په لسګونه بېلګې شته چې د افغانستان دولت او هېوادوال پرې خبر دي او ددغه ناوړه عمل څخه کړېږي او ربړېږي ځکه چې ددوی په ګومان پای نه لري.
نو د همدغو اندېښنو له امله د کابل ښار امنیت هم چارواکو ته د اندېښنې وړ خبره ده، نو ځکه یې دکابل ښار دنننه امنیتي کمربند جوړ کړی دی چې ورته د رینګ اف سټیل (اوسپنیز کلا) نوم ورکړل شوی چې هره یوه یې ځانته خاص نمبر هم لري، راځي چې وګورو چې دا د کابل ښار امنیتي کمربند دی او که د ارګ.
ځکه پخوا به امنیتي کمربند د یو ولایت یا ښار په هغه دروازو کې جوړېدل چې تګ او راتګ پکې کېده، په هغو لوړو او جګو ځایونو کې جوړېدل چې ګومان کېده له هغه ځایه ښار د راکټي او نورو برېدونو سبب شي او په لارو او دښتو کې هم جوړېدل چې د دولت مخالفینو کولای شول له دې لارو څخه ښار تر ګواښ لاندې راولي او را دنننه شي، خو دغه اوسپنیز حلقه یا کلا اوس د ښار په هغه ځایونو کې جوړ شوي چې ارګ ته څېرمه،په څو کیلو میټرۍ او حتا په څو میترۍ کې پراته دي.
چې د بېلګې په توګه د عبدالخالق څلور لارې، د ارشیف یا د کابل امنییه قومندانۍ ته څېرمه، د بي بی مهرو،پل محمود خان، پل یک پیسه ګي او پل خشتي اوسپنیز حلقه یا کلا کمربندونه دی، چې همدغه اوسپنیز حلقه یا کلا د کابل او کابل ته راتلوونکو وګړو او خلکو ته لوی جنجال، سرخوږی، د وخت ضایع کېدل او نورې ستونزې رامنځته کړي دي، ځکه چې د کابل ښار امنیتي چارواکو پورتنۍ یاد شوي سړکونو کې سړکونه تقریباْ بند کړي دی او په یوه وخت کې یو یا دوه ګاډو ته وروسته تر تلاشۍ او چک ته د ننوتلو اجازه ورکوي چې د ګاډو اوږده، اوږده کتارونه پر سړک ولاړ وي چې ښاریانو خصوصاْ هغه خلکو ته چې دفترونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، ناروغانو او نورو شخصي کارونو ته روان وي د اندېښنې او د نه منلو وړ دي، ځکه چې له دې کار سره د دوی ډېر زیات وخت بربادېږدي او که رښتیا را باندې وایې، نور دغه موانعې او د لارو بندېدل د خلکو د زغملو وړ نه دي او ددوی د صبر کاسې له سره نور اوبه اوختي دي.
مونږ پوهېږو چې د کورنیو چارو وزارت یا نور امنیتي ارګانونه دغه کار د هېوادوالو د امنیت او ارامۍ لپاره تر سره کوي او ښاریان د خپلو امنیتي چارواکو ددغه نه ستړې کېدونکې هلو ځلو څخه قدر داني کوي، مګر که د امنیتي چارواکو هدف د انتحاري حملو او نورو ناوړه پېښو مخنیوی وي نو دغه اوسپنیز حلقه یا کلا (رینګ اف سټیل) یې یوازینۍ لاره نه ده.
د بېلګې په توګه لاندې څو لاملونه ولولۍ:
۱- که امنیتي چارواکي فکر کوي چې د دولت مخالفین د کابل ښار دنننه کوم ناوړه عمل د موټر بم په وسېله یا ګاډي ډکوي او د همدغه اوسپنیز حلقه یا کلا (رینګ اف سټیل) نه تېرېږي او ځان به خپل هدف ته ورسوي، دا د هېوادوالو په ګومان دا د امنیتي چارواکو لویه تېرونه به وي، ځکه چې اوس زیاتره د دولت مخالفین دغه کار نه تر سره کوي یا که یې تر سره کوی نو داسې تر سره کوي چې بیا ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتې شي د مثال په توګه څه موده مخکې پر فروشګاه او یو شمېر وزارتونو ډله ییزې حملې وې چې دوی یې تر سره کړل.
۲- که امنیتي چارواکي فکر کوي چې په دغه اوسپنیز حلقه یا کلا (رینګ اف سټیل) کې ولاړ پولیس به د مجرمینو یا د دولت مخالفین او حمله کوونکي وپېژني د ښاریانو په ګومان دا هم لویه تېروتنه به وي، ځکه په دغه اوسپنیز حلقه یا کلا (رینګ اف سټیل) کې ولاړ اکثراْ پولیسانو عمر د اتلس کلنۍ نه کم دی، حتا زیاتره یې ږېږي هم نه لري، زیاتره پولیسانو په غوږونو کې د موبایل له لارې سندرې او راډیوګانې اوري، زیاتره پولیسان لازمه تلاشي نه کوي که خوښه یې وه نو یو نظر پرې تېروي او که خوښه یې نه وي نو د تلاشۍ په کیسه کې هم نه دی، نو تاسې خپله قضاوت وکړي چې د یو امنیتي مسول یا پولیس عمر د اتلسو کلنو نه کم وي حتا ږېږه ونه لري، نو هغه به څه تجربه ولري چې مجرمین یا مخالفین او نور وپېژني؟
۳- که امنیتي چارواکي فکر کوي چې یوازې باید د ملکي افرادو ګاډي چک او تلاشي شي دا به هم د خلکو په ګومان تېروتنه به وي، ځکه په همدغه اوسپنیز حلقه یا کلا کې دولتي پلیټ لرونکي ګاډي پر همدغه پولیسانو د یو بت ګومان هم نه کوي او نه ورته د تلاشۍ لپاره ودرېږي، د موسساتو ګاډي، د زورواکو او نورو هم همداسې در واخله، نو بیا د اوسپنیز حلقه یا کلا ګټه او دومره تکلیف څه معنا؟
۴ – که امنیتي چارواکي فکر کوي چې یوازې مخالفین او ورانکاري د خپلو هدفونو او عملونو د تر سره کولو لپاره له سړک او د همدغه اوسپنیز حلقه یا کلا نه استفاده کوي، نو دا هم د هېوادوالو په ګومان تېروتنه ده، ځکه چې د همدغه اوسپنیز حلقه یا کلا د څنګ نه په پلي لار کې په شا، په کراچۍ، په بایسیکل، په موټر سایکل او نورو وسیلو سره کولای شي چې ځان خپل هدف ته په اسانۍ سره ورسوي ځکه چې دغه پورتني یاد شوي شیان نه تلاشي او نه هم چک کېږي، نو بیا هم دغه اوسپنیز حلقه یا کلا څه معنا؟ ځکه ښه بېلګه یې څه موده مخکې د څلورم مکرویان پر سړک چې کومه ځان وژنه وشوه هغه یو پلي پر بایسکل سپاره کس کړی و، چې کیدای شي د همدغه اوسپنیز حلقه یا کلا نه تېر شوی وی، نو امنیتي چارواکو ته پکار ده چې یوازې خپله ټوله پاملرنه پر سړک او پر ګاډو ونه کړي، بلکې باید چې پر ټولو لارو او افرادو او اشخاصو نظر ولری.
زه څه موده مخکې له یوه ناروغ سره هندوستان ته تللی وم او تقریباْ یوه میاشت مې هلته تېر کړ، تاسې به باور وکړي چې یوه پولیس به هم له مونږ نه د پاسپورت یا د کوم بل اسنادو پوښتنه نه وي کړې، نه په لارو کې موانعې شته، نه داسې اوسپنیز حلقه یا کلا شته او نه کومه بله ستونزه چې خلک دې په اندېښنه کې وی او هره ورځ یې زیات وخت ضایع شي او یا د امنیتي چارواکو او مسولینو له ځینې کارونو څخه سر وټکوي، له څو ورځو تېرېدو نه وروسته ما له یوه افغان ژباړونکی نه پوښتنه وکړه چې دلته خو ولاکه څوک د چا کیسه کې هم وی ولې دوي له بهرنیانو او نورو خلکو نه د پاسپورت یا نورو اسنادو پوښتنه نه کوي؟ ژباړونکي راته وویلې: وروره ددوی امنیت ملي یانې استخبارات او پولیس ډېر فعال او شپه او ورځ سخت کار کوي او ډېر فعاله دي او دوی با تجربه خلک دي، دوی په یو نظر وران کاری او مجرمین پېژني، زه په رښتیا هم هک پک شومه، ځکه چې هغوی د پردې تر شا کار کوي، ځکه چې هغوی هم د ترورزیم او ورانکارو په لومه کې دي، خصوصاْ هندوستان تل پاکستان په دې ګرموي چې پاکستان د کشمیریانو او نورو وسلوالو ډلو له لورې هندوستان باندې د حملې پلانونه جوړوي او د همدوی په وسیله حملې تر سره کوي.
زه پوهېږم چې مونږ د هندوستان د هېواد په څېر په نظامي برخه کې پرمختګ نه دی کړی مګر زمونږ سره هم با تجربه او پوه خلک شته چې باید تېرینه ګټه واخستل شي.
زه په اخره کې د کورنیو چارو د نوي وزیر ښاغلی بسم الله محمد صاحب څخه هیله کوم چې د نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ سره داسې پلانونه او طرحې جوړ او پلی کړی تر څو د کابل ښاریانو ستونزې تر یوه حده کم شي خصوصاْ ترافیکي او نور، ددوی وخت ضایع نه شي او له دولت څخه زړه تنګی او مخ وانه ړوي.