کور / تازه خبرونه / په خوست کې اداري کمپلکس جوړيږي

په خوست کې اداري کمپلکس جوړيږي

په خوست  کې دولتي کمپلکس چې لګښت يې په خوست ولايت کې د ولايتي بيارغونې ډلې  لخوا ورکول کيږي جوړيږي .
په دغه ادري کميلکس کې چې د خوست ښار په لويځه برخه کې جوړيږي د ولايت مقام ولايتي شورا په ګډون نورې اړوندی ودانۍ  هم شاملې دي 
 خوست والي ارسلا جمال لراوبر پاڼې ته وويل چي نوموړی ودانۍ په ٢٠٠ جريبه ځمکه چې  ١٧٥ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي جوړيږي  چې کار به يې په راتلوونکو ١٨ مياشتو کې بشپړ شي
د جمال په وينا چې ددې ودانۍ په جوړيدو سره به له يوې خوا  په خوست کې د دولتي ودانيو د نه شتون ستونزه را کمه کړی شي او له بلې خوا به  خلک وکولی شي چې خپلې ټولې چارې په مهال او په  يو ځای کې حل  کړي .
د يادونې وړ ده چې په  روان کال کې به په   خوست کې د ٤٥ ميليون امريکايي ډالر  په لګښت   پروژې پلي شي چې ټولو ولسواليو ته د  سړکونو په پاخولود ٨٣ ښوونځيو په جوړولو  سربيره بيلابيلې پروژې پکی شاملې دي