کور / تازه خبرونه / هلمند:د مستوفيت د نوي وادنۍ ډبره کېښودل شوه

هلمند:د مستوفيت د نوي وادنۍ ډبره کېښودل شوه

هغه نغدي پيسې چي څه موده وړاندي د پوهني وزير حنيف اتمر يې هلمند ته د راتګ پر مهال د هغو زده كوونكو سره چي د جنګ جګړو له امله يې ښوونځي تړل سوي او لښكرګاه ته د زده كړو لپاره راغلى دى  د والي لخوا وركړل سوې .


د يوه بل خبر له مخي نن په هلمند كي د مستوفيت د نوي وادنۍ د بنسټ ډبره د چارواكو لخوا كښېښودل سوه .


څه موده وړاندي چي  پوهني وزير حنيف اتمر هلمند ولايت ته سفر كړى وو نو د يوې غوڼدي پر مهال يې ددغه ولايت له هغو زده كوونكو سره چي په ولسواليو كي يې د جنګ جګړو له امله ښوونځۍ تړل سوي او ياخو هم ددولت  د وسلوالو  مخاليفينو لخوا سوځول سوي دي ، او دوئ د خپلو زده كړو د پرمختګ لپاره لښكرګاه ته راغلي او  په ماركيټونو او هوټلونو كي ژوند كوي ددوئ  د لګښت لپاره پيسې د هلمند والي اسدالله وفا وركړې .


هلمند والي خبريالانو ته وويل چي دوئ وړاندي  د پوهني وزارت سره  د زده كوونكو ياده سوې ستونزه شريكه كړې وه چي د شنبې په ورځ يولسو سوو تنو زده كوونكو ته د مياشتي درې درې زره افغانۍ وركړل سوي او نن دغو زده كوونكو ته ددريو مياشتو پسې وسپارل سوې .


د يوه بل خبر له مخي نن په لښكرګاه ښار كي د چارواكو لخواد  مستوفيت  د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره كښېښودل سوه .


د هلمند مستوفي سيد امان الله سادات وايې چي دغه ودانۍ يې د څه باندي يوولسو ميليونو افغانيو په مالي لګښت چي د مالي وزارت لخوا وركړل سوي دي . يوه خصوصي شركت ته  د جوړېدلو لپاره وركړې ده .