کور / تازه خبرونه / کوټه:داې، پي ، ډي ، ايم او پوليسو ترميانځ تاوتريخوالى

کوټه:داې، پي ، ډي ، ايم او پوليسو ترميانځ تاوتريخوالى

دجنوبي پښتونخوا په مرکزي ښار کوټه کې پر منان چوک داې، پي ، ډي ، ايم دغونډي پر مهال پوليسو او داې، پي ، ډي ، ايم کارکونکو يوله بله سره دلاس تر اچولو ورسېدل . پوليسو دغونډي مخالفت وکړ او وروسته داحتجاج کوونکو سره نيژدې ډزي وشوې که څه هم څوک ټپي او وژل شوي نه دي خو پوليسو دېرش30کسان نيولي دي . خبريالان وايي چې په نيول شويو کسانو کې دېره برخه دپښتونخوا ملي عوامي ګوند کارکوونکي دي . داې، پي ، ډي ، ايم مشري دپښتونخوا ملي عوامي ګوند دمشر محمودخان اڅګزي په غاړه ده او دهغه ګوند داې، پي ، ډي ، ايم سرګرمه ګوند بلل کېږي او دغو له شلو زياتو ګوندونو دپاکستان دراتلونکو انتخاباتو څخه دبايي کاټ اعلان کړى دى .