سوات: ځانمرګى بريد وشو

34 | فبروري 16th, 2008


په مينګوره سوات کې يو  ځانمر ګى بريد وشو . بريد دامنيتي ځواکونو پر يوه پوسته باندي شوى خو تراوسه  يې دقيقه مرګ ژوبله نه ده مالومه   البته په سيمه کې مېشت خبريالان وايي چې په بريد کې دوه کسان وژل شوي اواته8 نور ټپيان دي . که څه هم تر اوسه لا سيمه ييزو چارواکو په دې اړوند خپل غبرګون نه دى ښودلى خو ځايي خلګ وايي چې دبريد موخه په امنيتي پوسته کې مېشت ځواکونه وو او ددوى په وينا چې دا يو ځانمرګى بريد وو.

Copyright Larawbar 2007-2024