کور / تازه خبرونه / دسوات ځانمرګي 20کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

دسوات ځانمرګي 20کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

دسوات په منګوره سيمه کې دنن شپې ځانمرګي بريد دوه2 کسان وژلي اواتلس 18 نور يې ټپيان کړي دي . ځايي چارواکي وايي چې بريد کوونکو له باروتو ډک موټر ديوې امنيتي پوستې سره نيژدې وجنګاوه او او پېښه را منځ ته شوه ، په پېښه کې درې امنيتي ساتونکي او نور ټول عام وګړيو ته تاوان رسېدلى دى .


وروستي رارسيدلي خبرونه وايي چي د سوات په سيمه کښې امنيتي ځواکونو اتۀ تنه وسلوال ونيول ، امنيتي سرتېرو د سوات په سيمه کبل کښې د وسلوالو په ضد پلټونکي عمليات تر سره کړو ، بلخوا ته تېره ورځ مينګوره کښې سيدو شريف څلور لارې باندې شوي ځانمرګي بريد په لړ کښې د سيدو شريف د پوليسو په تاڼه کښې د نا اشنا کسانو په ضد مقدمه درج شوه ، پدغه چاودنه کښې دوه تنه وژل شوى او د اتو سرتېرو په شمول پنځويشت ژوبل شوي وو.