پاړه چنار: دځانمرګي بريد مرګ ژوبله نوره هم ډېره شوه

34 | فبروري 16th, 2008


دپاکستان چارواکي وايي چې نن ماښام دپيپلز ګوند دانتخاباتي ملاتړ کوونکي ددفتر په وړاندي ځانمرګي بريد لږ تر لږه  49 کسان وژلي او نيوي 90 نور يې ټپيان کړي دي . بريد په داسي حال کې شوى چې دانتخاباتو دکمپاين درايي دترلاسه کولو لړۍ په رسمي ډول په وروستي پړاو کې وه امنيتي چارواکي او روغتيا يي کارکوونکي وايي چې ښايي دوژل شويو کسانو شمېره نوره هم لوړه شي .  د راپورونو تر مخه د پاکستان پيپلز ګوند د ملاتړي کانديد رياض حسين شاه په انتخابي دفتر ته نږدې بريد کښې د مړو شمېر اووه څلوېښت ته رسيدلۍ دى.

Copyright Larawbar 2007-2024