سویډن:د ځوانانو د هڅونې نړیواله غونډه وسوه

د لراوبر اداره | سپتمبر 19th, 2010


سويډن : دځوانو فرهنګيانو ، اديبانو ، ليکوالو او شاعرانو د ستايني هڅوني او درناوي غونډه نن د ۲۰۱۰ د سپټمبر پر اتلسمه نېټه د سويډن د مالمو په ښار کي د دوستی فرهنګي ټولني په نوښت جوړه سوه .
دا غونډه چې د ځوان ژورنالیست او لیکوال صالح محمد صالح، تکړه لیکوال او د ټوکو راټلونکي پیر محمد باوري او ځوان شاعر او لیکوال اجمل اند په ویاړ جوړه شوې وه د انګلستان ، هالنډ ، جرمني ، ناروې ، ډنمارک، او خپله سویډن څخه راغلو ځوانو ژورناليستانو ، شاعرانو او فرهنګيانو پکې برخه اخستې وه ، د ماپښين پر يوه بجه د قرآن کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل سوه .



د غونډي د ويندويۍ چاري اغلي موسکا اندړ او ښاغلي نيازمحمد پياوړي لخوا سمبالېدې ، د کوربه ټولني مشر ښاغلي حبيب الله غمخور لخوا مېلمنو ته د ښه راغلي په ويلو او پرانستونکې وينا په اورولو سره د غونډي کار رسمآ پيل کړ .
غونډه پر دريو برخو ويشل سوې وه ، په لومړۍ برخه کي د نړۍ له ګوټ ګوټ او افغانستان څخه د کلتوري ټولنو ، پوهانو او فرهنګي کړيو لخوا د راليږل سوو پيغامونو څخه د ښاغلي عبدالباري جهاني ، ښاغلي پروفيسر خالق رشيد او ښاغلي عبدالغفور لېوال پيغامونه ولوستل سول او نورو رارسيدلو پيغامونو يادونه وسوه .
د غونډي دوهمه برخه د ښاغليو : کانديد اکاډميسن محمد اعظم سيستاني ، د کابل پوهنتون پخوانی استاد آصف بهاند ، ايمل پسرلی ، صالح محمد صالح ، پيرمحمد باوري ، اجمل اند ، انجنير عبدالباقي لعلي او نورو ګډونوالو ويناوو او مقالو ته ځانګړې سوې وه. دغه ډول د لومړنۍ خپلواکي پښتو ويبپاڼي ( هيواد ډاټ کام ) مسول هارون وردګ ، د سپرغۍ ويبپاڼي مسول ښاغلي پرهېز ، د سمسور ويبپاڼي مسول ښاغلي سمسور حبيبي او لراوبر ويبپاڼي مسول عبدالله احسان په خپلو ويناوو کښي د کنفرانس د موضوع مطابق خپل نظريات او دخپلو کارونو په اړه رڼا واچوله .
د غونډي په دريمه برخه ( مشاعره ) کي دغو ښاغليو او اغليو برخه اخستې وه : عبدالوهاب سرتېر ، هيواد شيرزاد ، ودير ساپی ، عيسی خان بهرام ، صديق ننګ ، ولايت خان ځدراڼ ، سلام اندړ ، قدرت الله حليم ، حيات شيرزاد ، نيازمحمد پياوړی او يو شمير نورو خپل شعرونه واورول .
د غونډي په وروستۍ برخه کي د دوستۍ فرهنګي ټولني د مشرتابه جرګې پريکړه ليک د دې ټولني د مشر ښاغلي حبيب الله غمخور لخوا ولوستل سو په کوم چي ددې ټولني د مشرتابه جرګې لخوا يو شمېر ځوانو ليکوالو ، شاعرانو او د ويبپاڼو مسولينوته ستاينليکونه منظور سوي وه .
ستاينليکونه د ښاغلي کانديد اکاډميسن محمد اعظم سيستاني ، ښاغلي عبدالوهاب سرتېر ، اصف بهاند ، حاجي حکمت الله حکمت ، انجنير عبدالباقي لعلي او نورو مشرانو لخوا اړوندو کسانو ته ورکړه سوه .
په غونډه کي چي د مېلمنو لپاره د ماښامنۍ او مېلمه پالني خاص انتظام ته پاملرنه سوې وه ، د ماخستن پر څه کم لس بجې پای ته ورسيده ، د يادوني وړ ده چي د دې کنفراس تفصيلي راپور ، پيغامونه ، ويډيوي کليپونه او انځورونه وروسته خپريږي .



 

Copyright Larawbar 2007-2024