کور / اسلامي / موسیقي د روح غذا ده؟؟؟

موسیقي د روح غذا ده؟؟؟

ګرانو او قدردانو هیوادوالو په تکراری ډول می دزیات شمیر هیوادوالو دخولی څخه دموسیقی په اړوند داسی جملی اوریدلی: موسیقی دروح غذا ده ! یا داچه دانسان روح په موسیقی اوبدن په خواراک پایښت لری !

داخبره تر کومه ځایه په علمی لحاظ درسته ده ؟ او تر کومه حده په طبی لحاظ واقیعت لری ؟ او تر کومه حده په دینی لحاظ روایت لری ؟ غواړم ددی مهمو پوښتنو له ځواب څخه تاسی په خلص ډول خبر کړم، چه ورسته اختیار او قضاوت ستاسو دی چه څه اقدام کوی.

دیو انسان که نر وی یا ښځه عموما ۴ خاص محرکی قوی لری، لکه :

۱ – د علم یا پوهی قوه
۲- د عمل یا کار کولو قوه
۳- د غضب یا غصی کولو قوه
۴- د شهوت یا نفسی غوښتنو قوه

د یو انسان د خوښحاله ژوند لپاره ډیره سخته اړینه ده چه ددی څلورو قواوو تر منځ یو خاص تناسب یا ټاکلی کچه پرلازم او برابرحال پاته وساتل شی، که چیری ددی څلورو قواوو تر منځ کموالی او زیات والی پیدا شی نو ډیری داسی نا خوالی رامنځ ته کوی چه بیایی ډیر انسان چاره نه شی کولای، دبیلګو ډولونه.
۱- دعلم یا دپوهی قوه که مثلا د محمود دغه قوه زیاته شی او دعمل قوه (دکارکولوتوان) کم یا نه وی نو په اجتماعی لیحاظ دغه پوه سړی چندان خاص بدلون او پرمختګ نه شی کولای، مګر په مجلسونو کښی محمود چف هم نه شی کیناستلای په هره موضوع دخلکو دپوهی تر کچی ډیر پورته معلوما ت په تفصیل سره وړاندی کوی،او په خلکو بیلابیلی نیوکی کوی په مجلس کښی که چیری محمود ناست وی نو اکثره دخبرو وار چاته نه رسیژی، چه ورسته محمود په باټو یا بی بی سی یا داسی نوروپسخندی القاباتو مشهور شی ځکه خلک داسی دلیل وایی چه که محمود رښتیا هم داسی ښاغلی وای نو دده ژوند خوبه کوم خاص بدلون کړی وای، یا به یی کومه خاص کارنامه کړی وای، مګر سرچپه محمود په بیلا بیلو سببونو سره له دی چه ډیره پوهه لری دکار لپاره یی ملا ماته وی اوبس غزیدلی وی، او فکر کوی چه زه خو پوهه او دحکمت لرونکی وګړی یم باید جامعه زما احترام وکړی ، ځکه زه پوهیژم او هغوی نه پوهیژی …….!
چه لا ورسته چاپیریال سوکه سوکه ورسره مخالفت څرګندوی، او محمود رو رو داسی فکر کوی چه ګواکی په دی خلکو کښی یو هم ښه سړی نشته او زما دپوهی احترام او قدر هم له یو چا سره نشته، نو محمود په ابتدایی درجه منفی کارونو لاس پوری کوی او له خپلی پوهی په تدریجی ډول ناوړه کټه پورته کوی، او دچاپیریال نور اوسیدونکی هم د محمود د منفی کارونو په تناسب خپل جلاوالی اود نفرت کچه لوړه وی، چه په دی ترتیب د منفی کارونو تبادله ګرمه شی او په اخیر کښی د افغانستان بڼه اختیار کړی. له دی څخه علاوه هم ډیر زیات مثالونه لری چه تفصیل هم ستاسی سر دردوی اوهم وخت ضایع کوی که لژپه ذهن زور راوړی کولای نوری بیلګی یی هم پخپله درک کړی.
دوهم د عمل یا کار کولو قوه : دغه قوه که چیری دمحمود زیاته او دعلم یی کمه شی نو بیا هم ډیر زیات خطر لری. دبیلګی په ډول : د محمود د موټر په چلولو اقدام کړی خو علم او پوهه دموټر په اړوند نه لری چه نتیجه یی هغه ده چه واضح یا دبل وژل یا خپل ځان معیوبه کول یا زیانمن کول دی، یو ه بله بیلګه دا چه محمود په شرعی پوهاوی نه لری مګر فتواوی ورکوی چه خامخا په په پای کښی په کفر کښی مبتلا کیژی او هم دخلکو د غولونی سبب کیژی او هم خلک دده په وړاندی سخت عکس العمل شیی. او همدارنګه محمود په سیاسی چاری نه پوهیژی خو عملا کار پکښی کوی چه نتیجه به یی هرو مرو قومی ملی او ځانی نقصان وی او داسی نور
اوکه دعمل قوه د سړی کمه شی خو هم تاسو ته بهتره معلومیژی چه په پایی کښی به یا پوډری وی یا چرسی یا بازینګر یا دای نو او دټولنی داوژو ستر او بدبویه با ر به وی او هر څوک به ورڅخه نفرت کوی.

دریم دغضب قوه یا دغصی زیاتوالی : دا قوه هم که دمحمود زیاته او د نورو قواوو تناسب کم شی نو ښکاره خبره ده یو خو به په چاپیریال کښی ډیر زر په مرچکی مشهور شی او بل هر څوک چه د محمود د غصی له رازه خبر شی نو کاروبار څه سلام به هم نه وراچوی ځکه وایی به څ په بلا یی وهم چندان اخلاق نه لری مشر کشر نه پیزنی او د خدای په قهر پټ ده. څوک بیا وایی هرومرو یی دچا حق خوړلی هغه اوس پکی غمی دلی ده.
محمود چه دچاپیریال دغه دځانګړیتوب رویه ګوری نو لا پسی قهرجن شی او کله کله خو کټ مټ دلیونی په شان
کارونو ته ملا وتړی ، خو مختصر داچه د محمود ژوند هم دځان او هم دچاپیریال لپاره ستر عذاب شی او پایلی یی هرومرو منفی کارونه تعصب تصادم او تخریب ده.

څلورم د شهوت یا نفسیاتی غوښتنو قوه ده: شهوانی قوه بیا دوه ډولونه لری چه یو یی اسایشات لکه موټر
لوړ پوړیز کور، نوی نوی کالی ، دچوکی او اقتدار تلوسه د زیاتو مادیاتو لاس ته راوړنه ، د خلکو په منځ کښی ځان مطرح کول او داسی نور. او دوهم ډول شهوانی قوه جنسی قوی څخه غرض ده ، نو اوس فرضوو چه دمحمود شهوانی قوه بیخی مغلوبه یا نی کمه ده ، نو نتیجه به یی دا وی چه نور خو لا څه چه له خپله نظلفته به هم په تمامه مانا بی پرواه یی، او همدارنګه که کوم چا ورڅخه دکور سامان ویووړ هم محمود ورته څه نه وایی
یا داچه دخپل کورنی څخه به بی پرواه یی او د خپلی کورنی ثابت او جایز حقوق به هم نه شی په ځای کولای او انسانی یا حیوانی ژوند پری جندان توپیر نه لری او داسی نور.

او که له مناسی کچی دنورو قواوو پر پر تله د محمود شهوانی قوه زیاته شی نو بیا دمحمود او هم دچاپیریال د انسانانو او هم دنورو موجوداتو لپاره ستر خطر او زیانمن تمامیژی، دبیلګی په ډول کله چه دمحمود شهوانی قوه زیاته شی نو هغه تر خپل لیاقت او ارزښت څخه زیاته توقع کوی مثلا له پنځم ټولګی فاریغ ده او د والی توب لپاره په زړه داغلی لولهانده ګرځی، او خپل مقصد ته درسیدا لپاره سل رښتیا درواغ وایی چه دومره غمخوار یم او دومره با استعداده، او هم دارنګه محمود تر اوسه نورظلم یا عقاید نه دی خلاص کړی او هدایه شریفه او یا ټول شل حدیث شریفه په یاد نه لر د قاضی یا څارنوال مقرریدلو اخیرین کوشش کویی ځکه په ده خپله شهوانی قوه غالبه شوی ، او همدارنګه چه کله محترم محمود پر مظیفه مقرر شی نو اوس بیا د زیات روپیو خواهش یی لکه اړم هره لازه ټکوهی چه په پایی کښی روا نا روا جایز ناجایز نه ګور ی او نه چندان پری پوهیژی او بس رشوت داسی اخلی او شماری لکه دخپل پلار دپټی حاصیلات چه ټولوی او لویه بدبختی دا چه له ځانه سره اکثره فکر کوی چه یا ره ډیر زیات چالاک او هوشیار یی دا وګوره څومره په کم وخت کښی دی دومره زیاتی پیس وګټلی ، مته خو دا کار جایز ده ځکه که ما دا کار نه وای کړی نو هرومرو به بل چا کړای وای ما خو لا کمی پیس واخستی که بل څوک وای نو خدای خبر څه به یی کړی وای، او همدارنګه محمود له ځنه سره پخپله وای ما خو له فلانی او فلانی کوم په زور پیس نه دی اخستی هغه پخپله را سره رضا شو او ما یی په مقابل کښی کار وکړ اوس نو ددی او تجارت څه فرق ده . (حرام او حلال یو برابر ګڼل ګناه نه بلکه کفر ده مګرمحمود څه وایی)
همدارنګه محمود سوکه سوکه دزنا او نورو بدکاریو په لور روان شی چه هم دجامعی لپاره یو ستر لعنت وی او هم دخپل ځان لپاره، محمود دخپلو شهوانی هوسونو له لاسه خپل د ځان اصلی اهلیت او لیاقت هیر کړی چه په دی سبب ډیرو سترو او تر ځان ډیرو لویو لویو کارونو ته لاس اچول شروع کړی ، او پر ځان بی ځایه او بی اساسه مطمین شی چه د همدی بی اساسه اطمینان پر سبب یوه ورځ هغه حرام وصول کړی مال او دولت هم ځینی له له لاسه ووځی او په چاپیریال کښی یی هم لا وار تر پخوا مخلص او واقعی دوست پر ځان درولی وی او العیاذباالله له خدایه او تقوا څخه یی هم زړه تور شوی وی چه په بیلا بیلو منفی کارونو لاس پوری کړی لکه دخلکو څخه په چل دوکه پیس اخستل ستری ستر س غلا ګانی کول او داس ینور زیات نا مشروع او غیر انسانی کارونو ته مطلقا ځان اړباسی ، چه دلته هم تاسی ولیدل چه ددی قوی زیاتوالی هم څومره مضر او خطرناک ده،

ګرانو هیوادوالو باید په یاد ولری چه د هوسونو ښکار شوی سړی ( روحی سرطان ) تر هر قسم بدنی ناروغ بد او خطرناک وی چه هم دځان او هم دټولی کورنی او هم د ټول چاپیریال او هم دټول هیواد لپاره لوی ګواښ وی.

اوس به را وګرځو خپل اصلی دموسیقی په اړوند د پو ښتنو ځواب ته :
ګرانو هیوادوالو موسیقی اوریدل د انسان شهوانی قوه شدیدا متحریکه کوی او انسان دبی ځایه هوسونو په لور ټیله کوی او د موسیقی اوریدل خصوصا خوند پری اخستل د انسان څخه د استدلال قوه اخلی او انسان د مخدره موادوپه لور سوق کوی، د موسیقی شوقین سړی پټ په نفس کښی ذلیل خاصیتونه لری مثلا په ښځو پسی په شوقی توقع او تمع کتل، مګر خپل دغه راز چاته نه وای او ځان ډیر پاک ثابتوی، همدا رنګه دموسیقی څخه خوند اخیستل په دی مانا دی چه داو ریدونکی عصبی حجری یو نوع مواد چه دسرییتین په نامه دی تولیدوی دغه مواد د اعصابو کوچنی خلیی چه دنیوران په نامه دی تولیدوی، دغه مواد په انسان کښی یو قسم تکبری اطمنان رامنځ ته کوی چه دتکبری اطمنان په نتیجه کښی خامخا حتما د انسان جنسی مرغیړی (غدود جنسی) یا(sex glands ) فعالیت مخفی شروع کوی چه همدارنګه د جسم ۷ مخفی جنسی فعالیته چه کله اجرا شی نو زیات جنسی هورمونونه (خاص جنسی مواد) د بدن په مختلیفو حیصو کښی اماده شوی وی، چه اوس حتمی او خامخا دغه مواد خاریجیدل غواړی، دموسیقی اوریدونکی دموادو داستخراج یا خارجولو احساس د شهوت دشدید زیاتوالی په شکل یا بڼه کوی چه اوس نو ضروری ده چه دمشکل درفع کیدلو لپاره که جایز وی یا نا جایز باید مشکل رفع یانی جمع شوی جنسی مواد خارج کړی.
اکثره خلک ددی هوس د بوره کیدلو په خاطر چه هر چیری وی حتی فحاشه نو خپل هوس پوره کوی او خپل راز پټ ساتی ( منافق طبع وی) کله چه له کومی جنس ښکار شوی ښځی سره دغه بد فعلی وکړی نو ددی ښځی له مخصوص اندام (رحم) څخه یو قسم مخصوصه بکتریا د دهوس پوره کونکی مخصوص اندامو ته نقل کیژی چه دغه بکتیاوی عبارت له سینیریا ګانوریا او سپایروکیټا پیلی ډا، او کیدای شی دایډز یا ایچ ای وی وایرس او داسی نور، دغه بکتر یاوی عموما دهغی ښځی په اندام مخصوصه کښی وی چه تر یوه څخه زیاتو نارینه سره تر ۳ میاشتی په کمه موده کښی جماع یا جنسی اړیکی عملی کړی وی،

همدارنګه اکثره بدبخته اشخاص لیواطت ته مخه کړی چه له دی کار سره بیا د ډیرو زیاتو ناروغیو دخوریدو او انتقالیدو سل په سلو کښی ممکین وی،
نو معلومه شوه چه موسقی نه یواځی روح ته مخفی ستر ګواښ ده بلکه ټول بدن او چاپیریال او دچاپیریال نورو انسانانو ته ستر ګواښ او خطر ده .
هم رشتیا خبره ده چه که دصلاح الدین ایوبی د تاریخ دکتلو زحمت وګالی نو پوهه به شی چه دا مقوله چا او دڅه په خاطر مشهوره کړه چه موسیقی د روح غذا ده . له دی څخه علاوه که دمشرک قیلوسوف او د اور پرستانو دمذهب داساس کیښودونکی عقیدوی او مفکوره در وګوری نو پوهه به شی چه موسیقی چا او ولی او دڅه په خاطر رواج کړی

— —————————-
دموسیقی په اړوند د اسلام دمقدس دین معلومات!

۱- کله چه لوی خدای ج بابا ء ادم علیه السلام پیدا او ورته بیلا بیلی پوهی ورکړی نو دنورو معلواتو تر څنګ یو معلومات داوه چه خدای ج وفرمایل چه زه به ستا په اولا دونو کښی ډیر زیات پیغامبران او زیات نیکان کسان پیدا کړم چه مؤمینان به زما عبادت ته د عبادت کولو ځایونو ته ور غواړی.

په خبره شیطان لعین وویل ای خدایه د بابا ء ادم ددی کار په بدل کښی (په مقابل کښی) به زه څه ولرم ؟
لوی خدای ج وفرمایل یوه طبقه به داسی خلق هم وی هغه به خلق ستا لوری ته غواړی چه هغه به مست سندغاړی او مسیقی غژونکی وی. چه دا ډله خلک ستا موذینان ګڼل کیژی .

۲- لوی او مهربانه خدای ج په قرانکریم کښی موسیقی په اړوند داسی فرمایی : ترجمه او هغه خلک چه تشهیروی لهوالحدیث ( موسیقی او سندی ) پس ګمراه شوی دی له لاری د الله ج څخه (زما له لاری څخه)
پس دلته هم معلومه شوه چه دا کار شدید خطر ناک مضر او سخت منع ده.

۳- ګران نبی کریم ص فرمایی دموسیقی الات لکه الکوبه طبله رباب غژول دخبایثو مور ده
۴- همدارنګه په یو بل حریث مبارک کښی فرمایی چه موسیقی اوریدل ذهنی او خفیه زنا ده.
له دی څخه علاوه هم نورحدیثونه او دعلماء کرامو زیات احکام ښته چه موسیقی یو خراب اوضرری کار دی لکه حضر ت علی کرم الله وجه چه فرمایی موسیقی اوریدل دزړه خوشحالی صلبوی او دروح خفه کوی.

پس اوی تاسی قضاوت وکړی چه داسلام ددی اصول په رڼا کښی چه هر هغه کار چه خدای ج ورته بد او مضر ویلی وی ښه کار بلل یا مفید کڼل یا دوخت تقاضا ګڼل شرک ده.

نو دا خلک چه وایی موسیقی بهترینه دروح غذا ده، ددی خبره څومره حقیقت لری؟ او مسلمانی یی پر کوم حالت پاتی ده؟

دڅلورو قواوو تناسب یا برابری یا اعتدال څنګه ممکین ده ؟
ګرانو ورڼو لکه چه پورته زیات معلومات شته که ورته ټینګه پاملرنه وکړی درک به یی کړی .
علاوه له دی څخه ډیره غوره او بهترینه طریق یی په پره پاملرنی سره په دقیق ډول پنځه وخته لمونځ په جماعت سره او دقرانکریم تلاوت هو سهار او مازدیګر له لمانځه ورسته یا دماخستن له لمانځه ورسته.
د شهوانی قوی دکموال لپاره په صحی مانا روزه نیول او ټوله ورځ په اوداسه ګرځیدل او دکلمی طیبی ذکر په خفیه شکل جاری ساتل یی بهترین علاج ده
همدارنګه لازمه ده دټولو کبره ګناهونو څخه ځان وژغوری. او صغیره ګناهونو خدای ج مه کړه تکرار یا فخر ونه کړی یا یی تر پام عادی در نه ولی.

دګناه په اړوند په لراوبر(www.larawbar.com) کښی زما لیکنه وګوری او همدارنګه په کتاب خانو کښی دکبایرو په نوم کتاب واخلی او مطالیعه یی کړی، او کوشش وکړی چه کم تر کمه دوه حدیث شریف سره له مانا په ورځ کښی زده کړی،

خدای ج د وکړی له موسیقی څخه علاوه مو له دی لیکنی نور هم څه درک کړی وی . او دلوی خدای ج څخه مو په سلامی پوهه منور او په عمل توان درته غواړړم.

په اخیر کښی دګرامری او لفظی یا املای اشتباهاتو ډیره بخښنه غواړم
والسلام

دټولو مسلمانانو دټینګ او بی سار ی یووالی غوښتونکی

ستاسو ورور