کور / کره کتنه / له ټاکنو بايکاټ

له ټاکنو بايکاټ

بسم الله الرحمن الرحيم
وروڼو او خويندو، زموږ ګران هيواد افغانستان اشغال دی. خپلواکي او مځکنۍ بشپړتيا نه لري. امريکا ، ناټو او ددوی ګوډاګی رژیم غواړي چي دملي مقاومت دمجاهدينو (طالبانو) سره پوخلاينه وکړي. خو مجاهدين د پوخلايني پرځای د قرآن او سنت سره برابر د افغانستان استقلال غواړي.
کېدونکي دولسي جرګې ټاکني د افغان ملت دغولوني او تېر ايستني په خاطر ترسره کيږي. هر هغه څوک چې ځان مسلمان، افغان اود ايمان څښتن بولي بايد د دغه تش په نامه ټاکنو کې د ګډون څخه ډډه وکړي.
الله سبحان وتعالی په سوره المايده ۵۱ ايت کې فرمايلي دي (ای د ايمان څښتنانو ديهود او نصارواو سره ملګرتيا مه کوﺉ. دوی يوازي يودبل سره دوستي کوي. په تاسي کې هر هغه څوک چې له دوی سره دوستي وکړي خدای ظالمانو ته لارښوونه نه کوي.)
په بل آيت ۵۷ کې وايي ژباړه (اې د ايمان څښتنانو دهغه چاسره دوستي مه کوﺉ چې ستاسي په دين ملنډي وهي اود کفارو دمشرتوب او دوستۍ څخه لاس واخلي.
(که چيري ايمان لرﺉ نو له خدايه وډاريږﺉ!)
دغه دواړو اياتونوته په کتو زموږ هيواد د امريکا او ناټو د دجال لښکرو له خوا اشغال دی. استقلال او ملي حاکميت نه لري.
موږ او تاسي ته ښايي چې د دغه تش په نامه ټاکنو چې دپرديو اشغالګرو له خوا د اوسني ګوډاګي رژيم د مشروعيت په نيت تر سره کيږي مقاطعه وکړو.
ځکه دا کار زموږ د دين او ملي ګټو پر ضد عمل دی او بايد د دوی دغه تش په نامه نا مشروع بهير ته مشروعيت ورنه کړو.

دسپټامبر د يوولسمي ترپېښي وروسته د امريکايي حکومت چارواکو په امريکا کې ځينو تعليم يافته افغانانو ته مراجعه وکړه او څه موده وروسته يې زما سره په حيات هوټل کې هم وليدل. زما څخه يې ملګرتيا او همکاري وغوښته. ما په ځواب کې ورته وويل چې افغانستان هيڅکله دبهر څخه تحميل سوی مشر نه منلي او نه يې مني. افغانستان زموږ پلرنی ټاټوبی دی او افغانان هيڅکله دناموس سودا نه کوي. خو يو شمېربهرني ګوډاګي لاسپوڅي لکه رباني، دوستم او شمالي ټلواله اويو شمېر بې ايمانه تش په نامه پښتانه چې په خدای باور نه لري هغوی تاسي په څو ډالرو دځان لپاره ګومارلای شي. خو نور ټول افغان مسلمان ولس به ستاسي سره مقاومت وکړي.
جګړه دحل لار نه ده اوسوله دحل لار ده زه په سوله کې ستاسي سره مرسته کولای سم.
دکابل د ګوډاګي حکومت په سلو کې اتيا دپرېکړو واک او اختيار د امريکا او ناټو په لاس کي دی او په سلو کې شل يو شمېر ملي خاينين او منفافقين د تش په نامه اسلامي شورا غړي لکه صبغت الله مجددي، رباني، سياف، ګيلاني، خليلي، محقق او يوشمېر نور مزدوران لکه کرزی، خليلزاد، اشرف غني، علي احمد جلالي، فهيم، يونس قانوني اوعبدالله چې ټوله ملي خاينان دي او لږ واک د دوی په لاس کې دی.
نو ښايي چې ټول دلوی څښتن د رضا په خاطر د دغه مزدوارانو او د دوی بادارنو ته تسليم نه شو.
خدای تعالی د المايدې په سورت ۴۴ ايات کې فرمايي ( ومن لم يحکم بما انزل الله فاوليک هم الکافرون)
ژباړه: هرهغه څوک چې دخدای تعالی دکلام پر ضد حکم کوي کافر بلل کيږي.
زموږ دهيواد د ژغورني يوازنۍ لار اسلام او د شريعت پلي کول دی.
خدای تعالی د سورت الجاثيه په اتلسم ايت کې فرمايلي
ژباړه: پس تاسي مو د دين شريعت څښتن وګرځولاست. نو ځکه تاسي يې پېروي‎ وکړﺉ. دنفس او د نفس د پيروانو پر لار مه ځی!
شريعت په لغوي لحا ظ دښکاره، څرګندي ،سمي لار اودبهاندو اوبو مانا ښندي.
خو اصطلاحي مانا يې د الهي نظام هغه لار ده چې د انساني، ټولنيز ،اقتصادي اوسياسي ژوند په پرمختګ کې دخدای د کلام پر بنسټ دقران او سنتو پلي کول دي.
امريکا او ناټو په افغانستان کې ماته خوړلې دبېلګې په توګه امريکا په دغه جګړه کې تر لس تريليونه زياته پوروړې سوې ده. ايټاليا يوتريليون، اسپانيا يوتريليون همدارنګه جرمنی او انګلستان ټول پوروړي دي.
په افغانستان کې تر دوه لکه زيات بهرني عسکر اودرې لکه مزدور عسکر او پوليس د امريکا او ناټو په چوپړ کې دي. ديوه امريکايي عسکر کلنی لګښت
يو ميليون ډالر کيږي. امريکا په ۱۳۵ هيوادونو کې پوځيان لري. په دغه هيوادونو کې ۷۲۵ پوځي اډې لري. هر هيواد چې امريکا لاندي کړی ځني وتلې نه ده دبېلګې په توګه کوريا،جاپان، جرمنی، عربستان خو ديوه هيواد څخه وتلې ده چې هغه ويټنام دی. دغه هيواد درې ميليونه سرښندني ورکړې. ايا افغانستان دغه سرښندني ته چمتو دی او که مريي توب او غلامي مني؟
دنړۍ د ۹۶ سلني رسنۍ دشپږو صهيونيستي کورنيو له خوا کنتروليږي چې نړيوالو ته حقايق نه وايي. د افغانستان رسنۍ اکثره د امريکا دسي آی اې له خوا کنتروليږي چې دوی هم حقيقت نه وايي. د افغانستان دجګړې لګښت د امريکا لپاره ملاماتوونکی دی. د امريکا بانکونه هم دکابل بانک غوندي دېوالي سوي دي.
ځکه نو امريکا او ناټو په افغانستان کې نظامي، سياسي، اقتصادي او معنوي شکست خوړلی دی. ځکه نو زما په اند هغه ورځ را رسېدلی چې ټول روڼ اندي افغانان دمقاومت باتورو ننګيالو ته د افغانستان دخپلواکۍ دګټلواو د امريکايانو دماتولو په وياړ مبارکي ورکړي.
نصر من الله وفتح قريب
مرا مرګ بهتر از ان زندګی
که سالار باشم کنم بندګی
همه سر بر سرتن به کشتن دهيم
از ان بی که کشور به دشمن دهيم

په درناوي


په اتيايمه لسيزه کې په امريکا کې دمجاهدينو پخوانی استازی
په پای کې که دليک په متن کې د اياتو نو په ليکنه او ژباړه کې څه تېروتنه وي نوله خدای اوستاسي دواړو څخه بخښنه غواړم ځکه چې زه په عربي ژبه ډېر نه پوهېږم.