کور / اسلامي / د توحید احکام اومسائل (۹)

د توحید احکام اومسائل (۹)

دتوحیداحکام اومسائل (نهمه برخه)
لیکنه : علامه محمدناصرالدین الالباني
ژباړه : مؤمن مهاجر

شرک دنوح عليه السلام له قومه پیل شو

الله جل جلاله وايي :
وَقَالُوا لاَ تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلاَ تَذَرُنَّ وَدًّا وَلاَ سُوَاعًا وَلاَ يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا . (نوح : ۲۳)
ژباړه : اودوئ وویل : خپل معبودان هیڅکله پرېنږدئ اوود،سواع،یغوث،یعوق اونسرهم مه پرېږدئ!
ددې آیت په تفسیرکي له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت شوی : هذه اسماء قوم صالحین من قوم نوح … فلماهلکوا) یعني ودسواع اونوردنوح علیه السلام دقوم صالح کسان ول کله چي هغوئ مړه شول نوشیطان یې خواخوږوته وویل : دهغوئ انځورونه جوړکړئ په خپلوکورنواودوکانونوکي یې کښېږدئ څوموهغوئ په یادوي اوتاسوهم ددوئ په څېرصالح کسان شئ . کله چي انځورګران مړه شول نوشیطان دهغوئ نسلونه په دې ویلوسره په شرک اخته کړل چي ستاسوپلرونودهغوکسانوعبادت کاوی چي انځورونه یې ستاسوپه کورونوکي ځوړند دي په همدې ډول یې هغوئ عبادت پیل کړ.
ورپسې دابتان دومره مشهورشول چي په عربوکي یې هم لمانځنه پیل شوه . له همدې وجې ودپه دومة الجندل کي دکلب،سواع دبحري ساحل دهذیل،یغوث سباته څېرمه په جرف کي دمراداوبني غطیف،یغوق دهمدان او نسردحمیرقبېلې دذوالکلاح څانګې معبودشو .
په دې اړه دعلامه ابن تیمیه رحمه الله څرګندونې :
شرک په دې ډول پیل شوچي کله نېک کسان وفات شول نوخلکودهغوئ پرقبرونومنجوري یاملنګي شروع کړه،دهغوئ انځورونه یې جوړکړل اوبیایې دهغوئ عبادت شروع کړ. دالومړنی شرک ووچي دادم علیه السلام په اولادکي پیل شوچي ابتدأیې دنوح علیه السلام په قوم کي وه .
دعلامه ابن قیم رحمه الله څرګندونې :
دی وايي : دډېری سلفوویناداده چي ودسواع اونوردنوح علیه السلام دقوم نېک کسان ول،کوم وخت چي هغوئ وفات شول نوخلکویې پرقبرونومنجوري شروع کړه،بیایې دهغوئ انځورونه جوړکړل خودډېروخت په تېرېدویې عبادت پیل شو. معلومه شوه چي شرک په لومړي ځل دنوح علیه السلام په قوم کي پیل شوی وواو لامل یې دنېکوکسانوپه درناوي کي ترحدتېری اودهغوئ په ستاینه کي تجاوزووهغه داسي چي ددوئ ترمرګ وروسته یې پرقبرومزارونه اودربارونه جوړشول،پرقبرونویې ملنګي پیل شوه،بیایې دیادتازه کولوپه موخه تصویرونه جوړاوپه کورونوکي وساتل شول اووروستنیونسلونویې دمجسمو،تصویرواوقبرونوعبادت پیل کړ.
دنوح علیه السلام دقوم په څېرنن هم داګمراهي په نړۍ کي لیدل کېږي،خلک دخپلومړوشویومشرانوپه مینه کي له شرعي حدودوتېری کوي،پرقبرونویې مزارونه جوړوي،دربارونوته یې ورځي،په یادکي یې مېلې اوعرسونه جوړوي اودیادساتلوپه موخه یې تصویرونه اومجسمې په کورونواودکانونوکي ږدي . ایادهماغه شرک نه دی چي شروع یې دنوح علیه السلام په قوم کي وشوه،په کتاب وسنت کي منعه ترې شوې،وعید ورباندي راغلی اوددوزخ خبرداری ورکول شوی دی ؟ .یقیناداهماغه شرک دی . له همدې امله یې بایدپه هره ممکنه طریقه مخنیوی اودنورودژغورلوهڅې وشي . (اعاذنالله منه)
دشرک رد:
له کومه وخته چي شرک پیل شوی نوپه څنګ کي یې ردهم دوام موندلی دی . دشرک دمخنیوي لومړۍ ډله انبیاء کرام ول دهغوئ درالېږلوهدف داووچي خلک له شرکه منعه کړي اوتوحیدته یې راوبولي ان درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ژوندپه همدې دعوت کي تېرشو. په دې اړه یوڅه تفصیل په راتلونکوکرښوکي ولولئ!
انبیاء کرام علیهم السلام :
الله جل جلاله دانبیاء کرامودرالېږهدف بیان کړي اوویلي یې دي :
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ (النحل : ۳۶)
ژباړه : موږهرامت ته رسولان ورولېږل څوهغوئ خلکوته ووايي چي یوازي دیوه الله عبادت وکړئ اوله باطلومعبودانوځانونه وساتئ!
کله چي په انسانانوکي دنوح علیه السلام دقوم پرمهال شرک پیداشوی نوالله جل جلاله پرله پسې له همدې پیغام سره خلکوته خپل استازي ورلېږلي دي . ترټولولومړني رسولان چي الله جل جلاله دنړۍ ټولوانسانانوته راولېږل نوح علیه السلام وواومحمدصلی الله علیه وسلم په ټولوانبیاووکي وروستی رسول دی چي ټولو انسانانواوپیریانوته راولېږل شوټولوانبیاء کراموعلیهم السلام خلک توحیدته راوبلل اوپوره هڅه یې وکړه چي له هرډول شرکه یې وژغوري .
دنوح علیه السلام په بت لمانځه سره شرک پیل کړخونوح علیه السلام سخت ردونه پرې وکړل . په عادیانوکي هم دبت لمانځنې دوددوام وکړدهغوئ دبتانونومونه صمدا،صمودااودهراوو. هودعلیه السلام هغوئ له دې شرکه منعه کړل . ثمودیان هم په شرک فی العبادة اخته وو،دوئ دبتانوعبادت کاوی،په خپل ځواک اوطاقت نازېدل اوالهي شکریې نه پرځای کاوی .صالح علیه السلام له دې کاره په کلکه منعه کړل . دابراهیم علیه السلام قوم له لرګواوډبروبتان جوړول اوبیایې دهغوعبادت کاوی،دوئ دلمر،سپوږمۍ اوستوروعبادت هم کاوی . ابراهیم علیه السلام په هره ممکنه طریقه دهغوئ دپوهولوکوشش وکړ. دلوط علیه السلام قوم هم مشرکان وو لوط علیه السلام دهغوئ دمنعه کولوکوشش وکړ. دیوسف علیه السلام قوم هم په شرک فی العبادة اوشرک فی الربوبیة مبتلاوو،پردې سربیره هغوئ له خپلوخواهشاتوسره سم دالهي قوانینوپرخلاف پرېکړې هم کولې چي داهم دشرک یوقسم دی . یوسف علیه السلام له دې شرکه دهغوئ دمنعه کولوکوشش وکړ . دیونس علیه السلام قوم هم په کفروشرک اخته وواودبتانولمانځنه یې کوله،ده خپل قوم ته له شرکه دمنعه کېدوتعلیم ورکړ. دموسی علیه السلام قومیان هم بت پرستان ول،په دوئ کي ځینودلمر،سپوږمۍ اوستوروعبادت کاوی اوځینو دحیواناتولکه دغویواوبیزوګانوعبادت هم کاوی . موسی علیه السلام هم په هره شونې وسیله دهغوئ دمنعه کول کوشش وکړ . لنډه داچي ټولوانبیاء کراموپه خپل خپل وخت کي خلک له شرکه منعه کړل ځکه داددوئ لومړنۍ فریضه وه .دبېلابېلوانبیاء کراموله لوري خپل قوم ته دتوحیدددعوت اوله شرک څخه دمخنیوي په اړه دزیاتومعلوماتولپاره په راتلونکي کي دتوحیدداهمیت بحث وګورئ .