کور / تازه خبرونه / غزنى : په اندړو ولسوالۍ کي يوازي ٣ تنو رايه ورکړې

غزنى : په اندړو ولسوالۍ کي يوازي ٣ تنو رايه ورکړې

د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کي چي يوه تر ټولو نا آرامه ولسوالي ده يوازي درو تنو خپله رايه کار کړې . په دې ولسوالۍ کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عبيدالله عثماني وايي چي مرکزونه پرانستي ول خو د خلکو ګډون د هغوى خپل کار دئ . نوموړي نن خبري رسنيو ته وويل چي په دې ولسوالۍ کي امنيت نيوني په موخه د ملي اردو او ملي پوليسو سرتيري په دندو ګمارل سوي ول خو بيا هم خلکو ګډون ونه کړ . په دې ولسوالۍ کي د خلکو استازى حميد جان وايي چي په دې ولسوالي کي د ناامنيو له کبله يوازي او يوازي درې تنه په دې توانېدلي چي خپلي رايي وکاروي . د دې ولسوالۍ ولسوالۍ شېرخان يوسفزى ټوله ملامتيا د ټاکنو پر کار کوونکو اچوي او وايي چي دغو کسانو د يوه ځانګړي نوماند په پلوي کار کاوه خو دوى يې مخه نيولي . نوموړي پر دغو کسانو تور ولګوى چي دا کسان خرڅ سوي ول او په زرګونو جعلي کارټونه يې د ځان سره راوړي ول چي د يوه ځانګړي نوماند په ګټه يې وکاروي .