کندهار : يو ملک ووژل سو

عطاالله محمدي | سپتمبر 21st, 2010


د کندهار ولايت د ارغنداو ولسوالۍ په ميراخوران کلي کي يو ملک د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل سو . د عيني شاهدانو په وينا چي نوموړى ملک محمد رحيم نومېده او نن سهار پر يوه دوکان ناست و چي د ناپېژاندو وسله والو تر بريد لاندي راغى . نوموړي عيني شاهدان وايي چي د ملک سره په ډزو کي هټيوال هم ژوبل سوى دئ خو خپله ملک وژل سوى دئ . دا پېښه په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي تېره ورځ يو قومي مشر د ډيورينډ د کرښې هاخوا د ناپېژاندو وسله والو په ډزو ووژل سو او ملګرى يې ژوبل سو .

Copyright Larawbar 2007-2024