کور / تازه خبرونه / کراچۍ کې تاوتريخوالو مرګ ژوبلې اړولي

کراچۍ کې تاوتريخوالو مرګ ژوبلې اړولي

دپاکستان په کراچۍ ښارکې په تازه تاوتريخوالې کې دمرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده .
دنوموړې هيواد امنيتي چارواکې وايي دکراچۍ په لانډې علاقې په عوامي کابينې کې يوڅلويښت کلن تن دوسلوالود ډزوښکارشوى دى .
بلخوا دنوموړې ښار په مټرول سايټ ايرياکې هم يوتن وژل شوى دى .
چارواکې زياتوي نورستان جوهر پوريګ سيمه کې هم دتاوتريخوالې په تازه پيښوکې هم دوه تنه وژل شوي اودوه نورټپيان شوي دي
په ورته وخت کې دسحراب ګوډ په سيمه کې دوسلوالو په ډزو کې دپوليسويوافسرهم سخت ټپي شوى دى .
ويل کيږي دکراچۍ په لاسي ګوډ سيمه کې هم ددو ډلو ترمنځ په جګړه کې هم يوتن وژل شوى اودرې نورټپيان دي .
ديادونې وړده په دې وروستيو درې ورځوکې دپاکستان په کراچۍ ښارکې دتاوتريخوالې په تازه پيښوکې پنځويشت تنه وژل شوي دي اوپه لسګونو نورټپيان شوى دى .